1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما تر وخت دمخه خپل استراحت پای ته رسوي

۱۳۹۱ دی ۶, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/1799t

د امريکا متحده ايالاتو جمهوررئيس بارک اوباما له جمهوري غوښتونکو سره د بودجې د شخړي د موضوع له کبله په هاوايی کي د کريسمس د استراحت له ځايه تر وخت دمخه واشنګټن ته ځي. سپيني ماڼۍ ویلی دي چي بارک اوباما به په هاوايی کي د خپل استراحت له ځايه نن چارشنبه لا بیرته واشنګټن ته راسي. د امريکا کانګرس به سبا پنجشنبه بیرته جلسه وکړي. که ديموکراتان او جمهوري غوښتونکي د سږ عیسوي کال تر پایه پوري د بودجې پر سر یوه جوړجاړي ته سره ونه رسیږي، نو په اتوماتیک ډول به تقریباً د ټولو کورنیو له پاره مالي محدودیتونه او په مالیو کي لوړوالی رامنځته سي. اقتصادپوهان اټکل کوي چي د امريکا متحده ايالات به بې له فیسکال کیپ یا مالي قیوداتو څخه له اقتصادي رکود سره مخامخ سي. د شخړي اصلي موضوع دا ده چي ديموکراتان غواړي د ډیرو عاید لرونکو کسانو مالیه لوړه کړي، خو جمهوري غوښتونکي هغه ردوي. اوس نو باید یو سازش رامنځته سي، ځکه چي جمهوري غوښتونکي په ولسي جرګه کي اکثریت لري.