اوباما په افغانستان کې پخوانۍ موخې تعقیبوي
۱۳۹۱ آبان ۱۷, چهارشنبه
په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفیر جیمز کننگهام د دویم ځل له پاره د امریکا د ولسمشر په توګه د بارک اوباما تر ټاکل کیدو وروسته د چهار شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې چې په کابل کې د امریکا په سفارت جوړ شوی وو څرګند شو.
په کابل کې د امریکا سفیر په یوه لنډ بیان کې له افغانستان سره د خپل هیواد د مرستو پر دوام باندې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې ولسمشر اوباما به هغه موخې چې د ۲۰۰۸ کال په ټاکنو کې یې ټاکلې وې تعقیب کړي. له افغانستان څخه د امریکايي جنګي ځواکونو ایستل او افغان ځواکونو ته د لا ډیرو امنیتي مسوولیتونو سپارل په افغانستان کې د امریکا له مهمو لومړیتوبونو څخه شمیرل کیږي.
ښاغلي کننگهام په دغه خبري ناسته کې وویل چې متحده ایالاتو په افغانستان کې ډیرې قربانۍ ورکړې دي او پرې به نږدي چې دغه هیواد یو ځل بیا د ترهګرو لاس ته ولویږي او په تیرو لسو کلونو کې شوي مهم پرمختګونه تر پښو لاندې کړي.
هغه وویل: «امریکایانو په افغانستان کې ډيرې قربانۍ ورکړې دي او له دغه هیواد سره یې ډیرې مرستې کړې دي. ولسمشر بارک اوباما له افغانانو سره زموږ دومداره او ستراتیژیک مشارکت ته ژمن دی.»
جیمز کننگهام زیاته کړه: «ولسمشر اوباما به په راتلونکو کلونو کې له افغانستان سره د ښې، باثباته او آرامه راتلونکې له پاره د مشارکت په برخه کې خپل رهبري کوونکي رول ته ادامه ورکوي. دا هغه راتلونکې ده چې افغانان یې د خپل ځان او خپلو ماشومانو له پاره غواړي.»
په کابل کې د امریکا سفیر همدا راز وویل چې بارک اوباما په دې باور لري چې افغانستان په یوازي سر پرمختګ نه شي کولای او په دغه لار کې د خپلو نړیوالو متحدینو په خاصه توګه د امریکا همکارۍ ته اړتیا لري. هغه زیاته کړه: «افغانستان په یوازيتوب نه شي کولای په خپلو پښو ودریږي. دا مهمه نه ده چې موږ د یوه ملت په توګه له څه ډول ګواښونو سره مخ یو، ولي مهمه دا ده چې مونږ په خپلو چارو کې د ټولو امریکایانو نظرونه په پام کې ونیسو او په ډیره ښه توګه او په پوره انرژۍ سره پر مخ ولاړ شو.»
د دموکرات د ګوند غړی بارک اوباما په داسې حال کې یو ځل بیا د امریکا د ولسمشر په توګه ټاکل کیږي چې په خپلې تیرې څلور کلنې دورې کې یې د ولسمشر حامد کرزي له حکومت سره د ولسمشر جورج ډبلیو بوش په پرتله یو څه سړې اړیکې لرلې.