1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما: اټومي سلاوي د ترهګرو لاس ته و نه لوېږي

۱۳۸۹ فروردین ۲۴, سه‌شنبه

په واشنګټن کي د نړۍ د 47 هيوادنو مشران سره راټول سوي تر څو پر دې باندي بحث وکړي چي څنګه اټومي وسلې خوندي وساتل سي...

https://p.dw.com/p/MuxH
د امريکا ولسمشر بارک اوباما د اوکراين د جمهورريس ويکتور يانوکوويچ سره د خبرو پر مهال
د امريکا ولسمشر بارک اوباما د اوکراين د جمهورريس ويکتور يانوکوويچ سره د خبرو پر مهالانځور: picture alliance / dpa

مخکي له دې، چي سرمشريزه پيل سي، د سپيني ماڼۍ وياند رابرت ګيبس، د ولسمشر اوباما او د هغه د اوکرايني همتا ويکتور يانوکوويچ د دوې اړخيزي ليدني کتني پايله اعلان کړه.

«اوکراين نن څرګنده کړه چي خپل ډېر غني سوي يورانيم به په 2012 م کال کي تر بلي اټومي سرمشريزي پوري د منځه وړي. يوه لويه برخه مواد به حتی سږ کال خنثی سي. اوکراين غواړي، چي خپل ملکي اټومي څېړنيز مرکزونه په نوي ډول سنبال کړي، چي په لږ بډاي شويو يرانيمو هم وچليږي.»

امريکايان به د دغه دوه اړخيز تړون له مخه تخنيکي او مالي مرستي ورسره وکي. د جزياتو په هکله بايد لا خبري وسي، خو داسي ښايي، چي راديو اکتيف يا وړانګين مواد، يعني هغه توکي، چي وړانګي خوشي کوي، روسيې ته به يوړل سي.

کاناډا هم اعلان وکړی، چي ډېر غني سوي يورانيم به د امريکامتحده ايالاتو ته ولېږدوي.

په واشنګټن کي د سرمشريزې لنډمهاله هدفونه همداسي ورته ژمني دي. په دې ډول به په ټوله نړۍ کي په راتلونکو څلورو کلونو کي وړانګين مواد له تروريستانو څخه و ژغورل سي.

واشنګټن نه غواړي چي په لومړي صورت کي چا ته پړه ورپه غاړه کي، بلکي قصد لري چي اوسنۍ وضع وڅېړي. خو د ترهګرۍ په چارو کي د اوباما مشاور جان برېنن وايي چې يوه خبره بيا هم له ورايه څرګنده ده.

«ځيني داسي هېوادونه شته چي بايد وړانګين توکي لا ښه وژغوري، چي تروريستان د هغوی له نيمګړتياوو څخه ګټه پورته نه کي.»

ويل کيږي، چي په کافي توګه داسي شواهد او معلومات شته چي د القاعدې په څېر تروريستي سازمانونه هڅه کوي، چي اټومي مواد تر لاسه کي. خو دی نه سي ويلای چي آيا القاعده اوس لا د اټومي وسلو د جوړولو وس لري، که څنګه.

د بحثونو د لاري به کتل کيږي، چي کوم هېوادونه مرستو ته اړتيا لري او کوم هېوادونه ورسره مرسته کولای سي. په آخر کي به له هر هېواد څخه ژمنه واخيستله سي او يوه راتلوکې تګلاره به هواريږي.

د آلمان لومړۍ وزيره انګلا ميرکل په تيره بيا له يو په اصطلاح »ناولي بم« څخه خبرداری ورکوي. دا اصطلاح د يو عادي په چاوديدونکو توکو سمبال بم لپاره کارول کيږي،چي اټومي او وړانګين مواد هم ورګډ سوي وي.

د دغه بم په جوړولو کي لږ مقدار وړانګين توکي په کار لويږي، چي کيدای سي له طبابت، صنعت او څېړنيزو مرکزونو څخه سرچينه واخلي. خو د سرمشريزي اصلي موضوع د اټومي وسلو نه خپرېدنه ده.

ميرکل وويل، چي اټومي ځواکونه هم دا خبره تاييدوي، چي دغه ستونزه ډېره جدي ده.

«دې خبري ته اشاره وسوه چي د اټومي وسلو د خپرېدني په برخه کي هيڅ حقوقي ميکانيزم نسته، چي په مرسته يې د ساري په ډول هغه هېوادونه چي تروريستي سازمانونو ته وړانګين مواد ورکوي، ګرم بلل کېدای سي.»

په دې برخه کي بايد د ميرکل په وينا څرګند حقوقي مقررات رامنځته سي:

«زه فکر کوم چي موږ بايد د دغه کنفرانس د لاري هغه نړيوال سازمانونه پياوړي کو چي د اټومي موادو په چارو کي بوخت دي. هغه د اټومي انرژۍ نړيواله اداره ده او ورسره بايد د ملګرو ملتونو په چوکاټ کي هغه مقررات غښتلي کړو چي اوس لا شتون لري، خو په کافي ډول لا پلي سوي نه دي.»

Bergmann, Christina/ نسيم صابر

کتونکی. زيارمل