اوباما او کرزي ویدیويي خبري کړي دي
۱۳۹۱ شهریور ۳۰, پنجشنبهاعلان
د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما او د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي پرون چارشنبه د یوه ویدیويي کنفرانس له لاري يو له بل سره سلامشورې وکړې. دوی په افغانستان کی په یونیفورم کي د افغان ځواکونو په مقابل کي د ناتو ځواکونو د ښې ساتني په کله خبري وکړې. همدارنګه ئې وروسته د هغه امریکايي ضد اسلامي فلم په هکله هم بحثونه وکړل چي د امریکا پر ضد ئې د نړۍ يو شمېر مسلمانان را پارولي دي. ویل کیږي چي دغو دواړو سیاستوالو ددغه کړکېچ د مخنیوي په اړه هم یو له بل سره سلا مشورې وکړې.