1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما او پوتین د او کراین په اړه خبرې کړي

شمس الرحمان ناصر (آژانسونه)۱۳۹۲ اسفند ۱۱, یکشنبه

د اوکراین په کریمیا کې د روسي ځواکونو تر گومارل کیدو وروسته د امریکا ولسمشر بارک اوباما، له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین، سره تلیفوني خبرې کړې. اوباما په کریمیا کې د روسي ځواکونو گومارنه د نړیوالو اصولو خلاف کار بللی دی.

https://p.dw.com/p/1BIAR
انځور: Reuters

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د شنبې په ورځ (د مارچ د میاشتې په لومړۍ نیټه) د روسيي له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره تلیفوني خبرې وکړې. اوباما پوتین ته وویل چې روسيې په اوکراین کې له خپلې مداخلې سره له نړیوالو اصولو څخه سرغړونه او په ۱۹۹۷م کال کې د روسيي او اوکراین د حکومتونو تر منځ د لاسلیک شوې تړون خلاف عمل کړی دی.

د دغو تلیفوني خبرو اترو په ترڅ کې چې ۹۰ دقیقي يي دوام درلود اوباما مسکو ته خبرداری ورکړ چې دا کار کیدای شي د واشنگټن او د هغه د متحدینو له غبرگون سره هم مخامخ شي.

د سپينې ماڼۍ په حواله اوباما ټینگار کړی دی چې روسیه دې خپلو پوځونو ته امر وکړي ترڅو بیرته خپلو مرکزونو ته ستانه شي. اوباما وویل که همدا ډول له قانون څخه سرغړونه دوام وکړي نو په پایله کې به يي مسکو په سیاسي او اقتصادي توگه په انزوا کې واقع شي. اوباما د روسيي له خوا د اوکراین ځمکنۍ بشپړتیا ته په درناوې نه کولو خپله اندیښنه څرگنده کړه.

په عین حال کې د امریکا ولسمشر گواښ کړی چې که په اوکراین کې د روسيي تیری همداسې دوام پيدا کړي نو هغه به خپلو سفیرانو ته امر وکړي چې د روان کال د جون په میاشت کې په سوچي کې د جي اته (G8) د هیوادونو په غونډه کې گډون ونه کړي.

مخکي تر دې هم د یو شمیر امریکايي چارواکو تر څنگ څو تنو اروپايي مشرانو دا خبرداری ورکړی وو چې که چیری د اوکراین مسأله یو طرفه نه شي نو هغوې به د روسیې په سوچي کې په ترسره کیدونکې غونډه کې گډون ونه کړي.

سربیره پر دې د کرملین له خوا په خپرې شوې بیانیه کې ویل شوي دي چې پوتین اوباما ته د خپلو تلیفوني خبرواترو پر مهال ویلي دي چې روسیه حق لري له یو خطر سره د مخامخ کیدو په صورت کې د خپلو گټو او په اوکراین کې د روسيي ژبې ویوونکو حفاظت او ساتنه وکړي.

د کریملین د اعلاميي په حواله د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر د اندیښنو په ځواب کې پوتین په اوکراین کې قومي شخړو او جرمونو ته اشاره وکړله. پوتین ویلي دي چې روسي اتباع په اوکراین کې له سختو گواښونو سره مخامخ دي.

د کرملین بیانیه زیاتوي چې ولسمشر پوتین په اوکراین کې د روان حالت په هکله د ملگرو ملتونو عمومي منشي او د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند سره هم تلیفوني خبرې کړي دي او د اوکراین په مساله کې يې خپل دریځ څرگند کړی.

له واشنگټن څخه د تازه رسیدلو رپوټونو په حواله له پوتین سره تر خبرو وروسته اوباما د اوکراین په هکله د فرانسې او کانادا له لوړو مقاماتو سره هم تلیفوني خبرې کړې دي.

په دې هکله سپينې ماڼۍ ویلي دي چې د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند او د کانادا لومړي وزیر هارپر، دواړو په اوکراین کې د روسيې د مداخلې په هکله خپله اندیښنه ښودلې. دغو دواړو مشرانو ویلي دي چې د اوکراین خپلواکۍ او د سیمې ثبات ته باید درناوې وشي.

په همدې منځ کې ناټو د یکشنبې په ورځ د شمالي انتلانتیک اتحاد او د ناټو اوکراین کمیسیون، یوه بیړنۍ غونډه رابللې ده. د ناټو مشر اندراس فوگ راسموسن د اوکراین اوسنۍ وضعه د اندیښنې وړ وبلله او وېې ویل چې د دغه سازمان غړي هیوادونه په ډیر دقت سره د اوکراین وضعیت څاري او په دې برخه کې به له یو بل سره خپل همکاري جاروي وساتي.

مخکې تر دې د شنبې په ورځ د اوکراین په هکله د ملگرو ملتونو امنیت شورا هم یوه غونډه جوړه کړې وه چې جزئیات يي تر اوسه پورې نه دي ورکړل شوې.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب