1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سولې خبرو اترو ته د طالبانو د ورگرځیدو غوښتنه

۱۳۹۴ آبان ۱, جمعه

د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر بارک اوباما او د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف د پنجشنبې په ورځ په گډه له طالبانو غوښتي دي چې له افغان حکومت سره د سولې خبرو اترو ته وروگرځي.

https://p.dw.com/p/1GszB
انځور: Reuters/K. Lamarque

بارک اوباما د پنجشنبې په ورځ نواز شریف ته په سپینه ماڼۍ کې هر کلې ووایه او د متحدو ایالاتو او پاکستان تر منځ یې «د اوږدې مودې اړیکي» وستایلې.

تر هغې وروسته دواړو مشرانو «له طالبانو وغوښتل چې له افغان حکومت سره مستقیمو خبرو اترو ته داخل شي او د یوې دوامدارې سولې د رامنځ ته کیدو له پاره کار وکړي.» په ملاقات کې اوباما پر نواز شریف باندې ټینگار وکړ چې پاکستان دې ته اړتیا لري چې د هغو ډلو پر ضد گامونه واخلي چې د سولې خبرې اترې تر پوښتنې لاندې راولي او غواړي چې په سیمه کې تاوتریخوالي رامنځ ته کړي.

متحده ایالات پاکستان ته یو له هغو محدودو هیوادونو څخه گوري چې پر دغو بنسټپالو باندې نفوذ لري. د فرانس پریس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې داسې باور کیږي چې د طالبانو نوی مشر ملا منصور اختر، له اسلام آباد سره نزدې اړیکي لري.

خو په واشنگټن کې ځیني پر دې باور دي چې پاکستان په کافي اندازه تلاښ نه دی کړی چې له خپل نفوذ څخه داسې کار واخلي چې دغه ډله له تاوتریخوالي څخه لاس په سر شي.

د ووډرو ویلسن له تحقیقاتي مرکز څخه مایکل کوگلمن، له فرانس پرس خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي: «په اساس کې د دغو دواړو هیوادونو تر منځ یو ډول ژوره بې باوري شته. متحدو ایالاتو له ډیرو کلونو راهیسې د پاکستان پوځ ته د وسلو او پیسو د ورکولو وروسته نور صبر له لاسه ورکړی دی. پاکستان د یاغیانو د سرکوبولو له پاره هغه څه نه دي کړي چې متحدو ایالاتو یې په مکرر ډول غوښتنه کړې ده.»

په تبصره کې وړاندې راغلي دي چې وروسته له هغې چې نواز شریف د لومړي وزیر په توگه واک ته ورسید نو دواړو هیوادونو د همکارۍ د ډیریدو هڅه وکړه، خو په رسمي توگه د پاکستان د پیاوړې استخباراتې ادارې په چلن کې ډیر کم توپیر لیدل کیږي.

اوباما په نزدې وختونو کې اعلان وکړ چې پوځونه یې د ژمنې شوې مودې څخه د اوږد مهال له پاره په افغانستان کې پاتې کیږي، خو سپینه ماڼۍ پر دې سربیره له دې سره لیوالتیا لري چې طالبان د خبرو اترو میز ته کښیني. په روانه میاشت کې طالب یاغیانو د یوه لنډ وخت له پاره د کندز ښار تر خپل کنترول لاندې راوست.

په واشنگټن کې دا غوښتنه مخ پر زیاتیدو ده چې متحده ایالات دې پاکستان ته د وسلو او پیسو لیږد محدود کړي.

د جمهوري غوښتونکو د ولسمشرۍ کاندید مارکو روبیو په خپله یوه بیانیه کې چې له دغه ملاقات سره مصادفه ده ویلي دي: «پاکستان باید ټولو ترهگرو ډلو ته د خوندي پټنځایونو د نه ورکولو په برخه کې خپل مکلیفتونه ادا کړي او د هغو پر وړاندې گامونه واخلي چې له هغوی څخه مرسته او ملاتړ کوي.»

د مارکو روبیو له لوري په بیانیه کې وړاندې راغلي دي چې له پاکستان سره امنیتي مرستې باید د دغه هیواد له لوري د هغو ډلو ټپلو پر ضد اقداماتو پورې وتړل شي چې افغانستان بې ثباته کول غواړي او متحدو ایالاتو ته گواښ دی.