اوباما او اردوغان: اسد بايد له واکه ليري سي
۱۳۹۲ اردیبهشت ۲۷, جمعهپه اسلامي نړۍ کي د اوباما تر ټولو نژدې او مهم شريک د ترکيې لومړی وزير رجب طيب اردوغان دئ. خو اردوغان له اوباما څخه روښانه غوښتني لري چي د هغه له پاره خوشايندي نه دي.
له ډير وخت راهيسي ترکيه د امريکا په مشرۍ د سوريې پر فضا د الوتني د ممنوعه ساحې د جوړولو او د اسد مخالفينو ته د وسلو ورکولو غوښتنه کوي. خو اوباما په دې اړه له هرډول ژمني کولو څخه ډډه کړې ده.
هغه په سپينه ماڼۍ کي له اردوغان سره ترليدني وروسته وويل: «موږ دواړه په دې اړه همنظره يو چي اسد بايد ولاړسي، هرڅه ژر چي وي ښه به وي.»
امريکا په يوازي سره عمل نه کوي
دوړاړه سياستوال غواړي چي په گډه پر اسد باندي فشار راولي او له ياغيانو سره همکاري وکړي. خو هغوی د فشار راوړلو په اړه توضيحات ور نه کړل.
اوباما دغه راز ټينگار وکړ، چي امريکا به په يوازي سر د سوريې پر وړاندي عمل ونه کړي. هغه د سوريې وضعيت يو «نړيوال مشکل» وباله. اوباما وويل چي د هغه هيلي اوس په هغه نړيوال کنفرانس پوري تړلي دي، چي د روسيې په همکارۍ د سوريې په اړه جوړيږي.
په پلان کي ده چي د سوريې په کړکېچ کي ټولي ښکېلي غاړي به په دغه کنفرانس کي چي په ژنيو کي جوړيږي گډون وکړي. خو د هغه د جوړولو وخت لا تر اوسه پوري مشخص سوی نه دئ.
اوباما د سوريې رژيم له خوا د سمي گاز د احتمالي کارولو په اړه وويل «متمدنه نړۍ» د کيمياوي وسلو کارول «ناوړه» کار بولي. هغه تر اوسه پوري سوريې ته خبر داری ورکاوه چي که اسد دغه ډول عمل وکړي نو دا تر«سرې کرښې» تېردل دي او له «سخت غبرگون» سره به مخامخ سي.
خو د دوې واري اوباما وويل، په دې اړه چي د سوريې رژيم کيمياوي وسلې استعمال کړي دي غواړي نور شواهد هم راټول کړي او نړيوالي ټولني ته ئې د «اضافي دلايلو» په توگه وړاندي کړي، ترڅو مختلف هيوادونه پر اسد باندي فشار راولي او د سوريې له اپوزيسيون سره همکاري وکړي.
ترکيه د ژر عمل کولو غوښتنه کوي
اردوغان خبريالانو ته وويل، له خپلو ايتلافي ملگرو سره ئې د کتلو هدف د سوريې پروړاندي غبرگون ښوولو ته چټکتيا ورکول دي. هغه له سوريې سره برخورد د ټولو هيوادونو گډ مسئوليت وباله. د ترکيې د لومړي وزير په خبره په سوريه کي بايد د ديکتاتورۍ ځای ديموکراسي ونيسي.
د انقرې حکومت له دې سره خاصه علاقه لري، چي په گاونډي هيواد کي ئې کورنۍ جگړه ژر تر ژره ختمه سي. دغه دواړه هيوادونه ۹۰۰ کيلومتره گډ سرحد لري او دا ويره سته چي د نا امنيو لمن به ترکيې ته هم پراخه سي.
څو ورځي دمخه له سوريې سره په سرحد کي د ترکيې د ريحانلي ښار په دوو بمي چاودنو کي نزدې ۴۶ کسان ووژل سول او تر ۱۴۰ زيات ټپيان سول. د اردوغان حکومت د دې پيښو مسئوليت د سوريې پر استخباراتو باندي ور اچوي. پر دې سربيره د سوريې نزدې ۴۰۰ زره کډوالو ترکيې ته پناه وړې ده.