1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما: امريکا په افغانستان کي نه سي بريالۍ کيدای

۱۳۸۷ اسفند ۱۸, یکشنبه

د امريکا د متحده ايالاتو د جمهوررييس بارک اوباما په نظر، امريکا اوس نه سي کولای چي په افغانستان کي برياليتوب تر لاسه کړي...

https://p.dw.com/p/H7rW
اوباما:«د منځلارو طالبانو سره کيدای سي خبري وسي»
اوباما:«د منځلارو طالبانو سره کيدای سي خبري وسي»انځور: AP

دامريکاد متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما د افغانستان دلانجې د حل دپاره ديوې نوي ستراتيژي طرحي په اړوند دامسله هم څېړي چي کيدای سي د منځلارو طالبانو سره خبري وسي.

وباما دغه خبره دنيويارک ټایمس ورځپاڼي سره په يوه مرکه کي کړې ده. پدې اړوند اوباما دعراق څخه مثال راوړي او وايي چي:« په عراق کي هم زموږ د بري له پاره لدې تجربې څخه کار اخيستل سوی او دهغه کسانو سره خبري سوي چي بنسټپاله اسلامي کسان بلل کيدل. که څه هم د افغانستان او عراق شرايط توپير لري، خو بياهم کيدای سي چي له دغه سیاسي تجربې څخه په افغانستان او د پاکستان په نا آرامو سیموکي کار واخيستل سي.»

د نيويار ک تايمس د ورځپاڼي سره پخپله مرکه کي اوباما دا خبره هم کوي چي په روان وخت کي د امریکا متحده ايالات په افغانستان کي دبري پر لور ندي روان. اوباما د ورځپاڼي ددې پوښتني په جواب کي. چي آيا په روان وخت کي به امريکا په افغانستان کي جګړه وګټي؟ وايي چي.« نه » اوبيا زياتوي چي « په افغانستان کي زموږ پوځ د ډیرو ستونزو سره بياهم په ډيره ښه توګه خپلي دندي سرته رسوي. خو په تيروکلونو کي موږ له بدو شرايطو سره مخامخ سوي يو، نن ورځ طالبان د پخوا په پرتله په اصطلا ډير سپین سترګي او باجرعته سوي دي.»

اوباما:« د تاريخ په اوږدو کي په افغانستان کي قومي او قبيلوي مشرانو د مرکزي دولت د ځواک په مقابل کي خپله خپلواکي ساتلې ده.»
اوباما:« د تاريخ په اوږدو کي په افغانستان کي قومي او قبيلوي مشرانو د مرکزي دولت د ځواک په مقابل کي خپله خپلواکي ساتلې ده.»انځور: AP

اوباما د ولسمشرۍ د ټاکنو په وخت کي هم دا خبره کړې وه چي کيدای سي دمنځ پلوه طالبانو سره د خبرو لاره غوره سي. او دامریکا د متحده ایالتونو ددفاع وزير رابرت ګېټس هم په تيرو اونیو کي داخبرکړې وه چي د منځلارو طالبانو سره کيداي سي خبري وسي.

اوباما پخپله مرکه کي داهم وايي، چي په روان وخت کي امريکايي پوځیان په افغانستان کي په یوه ستراتيژي څېړنه بوخت دي او لدې امله نه غواړي چي مخکي دمخه د روانو حالاتو په اړه ډير څه ووايي. خو دی يوازي دونه وايي چي« په افغانستان کي حالات دعراق په پرتله ډیر پېچلي دي.» مثلا د تاريخ په اوږدو کي په دغه سيمه کي قومي او قبيلوي مشرانو د مرکزي دولت د ځواک په مقابل کي خپله خپلواکي ساتلې ده.

اوباما، په ډاګه سره دا خبره کړې چي په ټولو امکاناتو سره بايد ددې خنوی وسي چي په افغانستان يا د پاکستان په ګدو پولو کي دي ترهګر او يا د القاعدې فعالين خپلو تخريبي عملیاتو ته دوام ورکړي.« د افغانستان په اړوند ديوه نوي سیاست زړی به داوي چي موږ بايد د پاکستان په هکله د يوه هوښیارانه سياست څخه کار واخلو.»

ولسمشر بارک اوباما، غواړي مخکي تر دې چي د خپل نړیوال سفرونه پيل او د اورپايي مشرانو سره و ګوري، بايد د افغانستان او پاکستان په هکله پر يوې نوي سیاسي ستراتيژي طرحي باندي کار سوی وي.