اوباما: امريکا به له هر بله وخته زياتره پياوړي شي
۱۳۸۷ اسفند ۷, چهارشنبهبلکه تر يوي اندازي پوري په خپله ددي هيواد لخوا منځته راوړي بحران دي. چي د زر ډيرو پيسو د ترلاسه کولو، او د لګښت د بيشرمانه سياست له امله منځته راغلي دي.
اوباما توضيح کړل چي دي دخپل حکومت د سياست له لاري څنګه پدي بحران باندي د بريالي کيدو کوشش کوي. دی پدي کي کوم شک نه ويني چي پدي بحران باندي به بريالي شي .اوباما زياتوی:
مونږ به خپل قوتونه سره ګډ کړو او د امريکا متحده ايالتونه به له هر بله وخته څخه زيادتره پياوړي شي.
اوباما زياته کړيده چي دکنګرس لخوا د 800 مليارده ډالرمنظوريدل چي داقتصادي تمايلاتو اوتموجاتو د لوړولو لپاره په پام کي نيول شوی دي پدي لاره کي لمړۍ ګام دي.
ده ويلي دي چي.د پورورکولو د بازارله بحران سره بايد له هرڅه نه مخکي مبارزه وشي، ځکه چي پرته له هغه د اقتصادي تمايلاتو دلوړولو لپاره د اقدامونو مجموعه له نشت سره برابريږي. نو د همدي لپاره به حکومت د پورونو ورکونکو، هغو کورنيو ته چي دهغو دکورونو د جبري خرڅيدوګواښ شته، او بانکونوته پيسي په واک کي ورکړي.
اوباما څرګنده کړيده: چي د امريکايانو پيسي چي بانکونوکي يي ايښي دي مطميني دي، اوپه عين وخت کي يي د بانکونو ملاتړ ته چي دخلکو په خوښه ندي دتفاهم غوښتنه وکړه.او زياته يي کړه چي د دي لپاره ممکن له تراوسه په پام کي نيول شويو 700 ملياردو ډالرو څخه زيادتره ولګولي شي.خو اوباما اعلام وکړ چي د دغو بانکونو به سخته څارنه وشي تر څو دبانکونو مديران نه بلکه مستهلکين له هغه څخه استفاده وکړي .ده وويل :
داځلي به دبانکونو مديران د ماليه ورکونکو خلکو په پيسو خپلي تنخوا ګاني ډيري نکړي .اوس هغه وختونه تير شويدي چي دوي ځانونوته ښايسته پردي اخيستي، او يا په شخصي الوتکوکي چيرته تلل.