اوباما افغان ځواکونو ته د امنیت د مسئولیت سپارل ستایلي دي
۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۵, دوشنبهاعلان
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د افغانستان په نورو ولایتونو کې د بهرنیو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنیتي مسئولیت د ورسپارلو پروسه وستایله او هغه ئې مخ پر وړاندی یو لوی قدم وباله.
اوباما د یکشنبې په ورځ د حامد کرزي د هغو څرګندونو څخه هم هرکلی وکړ چې د امنیتی مسئولیت د ورسپارلو په دریم پړاو کې به یوولس نور ولایتونه هم د افغان ځواکونو تر ولکې لاندی راسي.
د دریم پړاو د بشپړېدو په صورت کی به د افغانستان د ۷۵ سلنه برخه به د افغان امنیتی ځواکونو تر کنترول لاندی وي. په دغو یوولسو ولایتونو کې د کاپیسا، ارزګان او پروان ولایتونه هم شامل دي. په کاپیسا کې تر ټولو زیات فرانسوي سرتېري ځای پر ځای دي. د فرانسې نوي جمهور رئیس فرانسوا اولاند اعلان کړی دئ چی خپل سرتېرې به د روان کال تر پایه پورې له افغانستان څخه راوباسي.