1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما: افغانستان ته نور 30 زره عسکر لېږو

۱۳۸۸ آذر ۱۱, چهارشنبه

د افغانستان په هکله د امريکا د نوي ستراتيژي د اعلام پر وخت اوباما هغه هيواد ته د نور عسکرو پر لېږلو سره بيره ددې اعلام هم وکړی چي په 2011 ميلادي کال کي به د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو په ايستلو پيل وسي...

https://p.dw.com/p/KnPm
« په افغانستان کې زموږ د ځواکونو فعاليت نه شي کيدای، چي بې پايه دوام وکړي، هغه څه چي موږ ورسره دلچسپي لرو هغه زموږ د خپل ملت جوړونه ده.»
« په افغانستان کې زموږ د ځواکونو فعاليت نه شي کيدای، چي بې پايه دوام وکړي، هغه څه چي موږ ورسره دلچسپي لرو هغه زموږ د خپل ملت جوړونه ده.»انځور: AP

دامریکا د متحده ايالاتونو ولسمشر بارک اوباما پرون دمنځنۍ اروپا په وخت دماښام پر اتو بجو په يوه وينا کي، چي دنيویارک دښار د وست پاينت په پوځي اکاډمۍکي يې وکړه، د افغانستان په هکله خپله هغه نوې ستراتيژي اعلام کړه چي پر دوو اساسي ټکو باندی څرخي:

لومړی سر د 2010 ميلادي کال څخه به افغانستان ته 30000 نور عسکرواستوي.او دوهم داچي د 2011 ميلادي کال کي به له افغانستان څخه دامریکايي عسکرو په ايستلو پيل وشي.

اوباما وويل:« په افغانستان کې زموږ نوي قوماندان جنرال میک کريسټال رپوټ راکړ چې امنيتي وضعه تر هغه څه چي فکر کېده، لا جدي ده. لنډه دا چې اوسنی وضعيت د زغم وړ نه دی.»

د اوباما د لنډ وخت ولسمشرۍ په اوږدو کي تردې مخکي بل هيڅ وخت د ده يوازيتوب داسي روښانه نه احساسېدی.کله چي هغه د سې شنبې په ماښام د ويست پاينټ په پوځي اکاډمۍکي د وينا لپاره ودريد، د افغانستان د عملياتو په باب يې په مياشتو مياشتو سلا مشورې تر شا کړي وې.

په دې اړه پريکړه اوباما بالکل يوازي کړې ده او دا سره له دې چي ډیروخلکو د دغي جګړې په هکله عقيده له لاسه ورکړي ده. ولسمشر له ځاه سره پريکړه کړې ده، چي له شکونو سره سره، دغه جګړه برياليتوب ته ورسوي. اوس نو د افغانستان جګړه د اوباما جګړه ده.

کابل ته نژدې د امريکايي ځواکونو پوځي هډه
کابل ته نژدې د امريکايي ځواکونو پوځي هډهانځور: AP

اوباما پر دغو شکونو يو روښانه تعبيرکيښود. دغه ستراتيژي په يو داسي خطرناک تهداب يا بنسټ پښه ږدي، چي قوت او وړتيا يي لا نه ده سنجول شوې. اوباما غواړی د 2010 کال په پيل کي افغانستان ته نور ديرش زره سرتيري وليږي او بيا د 2011 کال د جولای په مياشت کي يعني اتلس مياشتي وروسته له افغانستان څخه د سرتيرو په ايستلو پيل وکړي او په دې توګه هغه مأموريت وژغوري چي له اتو کلونو راهيسي کوم برياليتوب ته نه دی رسيدلی.

اوباما وويل: « په افغانستان کې زموږ د ځواکونو فعاليت نه شي کيدای، چي بې پايه دوام وکړي، هغه څه چي موږ ورسره دلچسپي لرو هغه زموږ د خپل ملت جوړونه ده.»

اوباما پوهيږي، چي د ځواکونو په پياوړي کولو د خپل بنسټ حوصله ازمويي. لا هغه وخت چي دﺉ د وست پاينټ په لوري خوځيده، په کانګرس کي يې د ده ډيموکرات پلوه استازو د دغه پوځی مأموريت پر ضد خپل پاڅون اعلان کړ. اوباما هڅه وکړه چي له نيوکه کوونکو څخه مرمۍ په دې ډول ټولي کړي، چي په خپله وينا کي يې نا خوشآينده واقعيتونه ياد کړل.

خو په خپله افغانستان کي حکومت د ولسمشر بارک اوباما د افغانستان د نوې ستراتيژۍ هرکلی وکړ. د افغانستان د بهرنيو چارو د وزير يوه وياند د چارشنبې په ورځ د فرانس پرس آژانس ته وويل،« د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د نوې ستراتيژۍ هرکلی کوی». دغه راز د بهرنيو چارو وزير دادفر سپنتا هم غوښتي، چي د چارشنبې په ورځ په يوه مطبوعاتی کنفرانس کي د اوبام د پلانونو په اړه څرګندوني وکړي.

اوباما برسيره پردې، چي په راتلونکو شپږو مياشتو کي افغانستان ته نور ديرش زره سرتيري ليږی، له خپلو متحدينو څخه يې هم غوښتي دي، چي افغانستان ته د خپلو ځواکونو په شمير کي زياتوالی راولي.