افغانستان او پاکستان ته نوي سفیران نومول شوي
۱۳۹۱ تیر ۲۸, چهارشنبهسپینې ماڼۍ ویلي دي چې په کابل کې د سفیر معاون جیمز کنینگهم، د افغانستان له پاره د نوي سفیر په توگه نومول شوی دئ او د پاکستان له پاره ریچارډ اولسون، د نوي استازي په توگه نومول شوی دئ.
د اولسون تر ټولو وروستۍ دنده په کابل کې د متحده ایالاتو په سفارت کې د اقتصادي ودې په یوه لوړه څوکۍ کار کول وو. دواړه نومول شوي سفیران د متحده ایالاتو د سنا څخه د تائید رایې ته هم ضرورت لري.
د متحده ایالاتو له لوري دغه نوي سفیران په داسې وخت کې نومول کیږي چې له دواړو هیوادونو سره د واشنگټن اړیکي په حساس پړاو کې دي. اوباما غواړي چې د ۲۰۱۴م کال تر پایه له افغانستان څخه د خپلو سرتیرو زیاتره برخه راوباسي، په داسې حال کې چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته داسې گنگوسې هم شته چې آیا افغان ځواکونه د دې وړتیا لري چې د ټول هیواد په کچه به امنیت ټینگ کړای شي.
له بل پلوه د اسلام آباد او واشنگټن اړیکي هم ترینگلي دي. د روانۍ میاشتې په سر کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیري هیلري کلنټن له پاکستان څخه د ۲۴ سرتیرو د وژل کیدو له امله بخښنه غوښتي وه چې په غبرگون کې پاکستان د ناټو پر وړاندې خپله اکمالاتي پوله پرانیستله.
د تیر کال د نومبر په میاشت کې د ناټو په یوه هوایي برید کې د پاکستان ۲۴ سرتیري وژل شوي وو او تر هغه وروسته پاکستان د ناټو د اکمالاتي کتارونو پر وړاندې خپله پوله تړلې وه. پر دې سربیره اسلام آباد په خپله خاوره کې د وسله والو یاغیانو پر وړاندې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو د درولو غوښتنه هم کوي.
کنینگهم تر دې وړاندې د ۲۰۰۸م کال څخه تر ۲۰۱۱م کال پورې په اسرائیلو کې د متحده ایالاتو د سفیر په توگه دنده تر سره کړې ده. له ۲۰۰۵م کال څخه تر ۲۰۰۸م کال پورې هغه په هانگ کانگ د جنرال قونسل په توگه هم دنده تر سره کړې ده او پر دې سربیره ئې په ملگرو ملتونو، روم او په ناټو کې هم د متحده ایالاتو استازیتوب کړی دئ.
اولسون د ۲۰۰۸م کال څخه تر ۲۰۱۱م کال پورې په متحده عربي اماراتو کې د امریکا سفیر وو او پر نورو دندو سربیره ئې په بروکسل کې د ناټو په ماموریت کې هم وظیفه اجرا کړې ده.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: عبدالباري حکیم