اوباما:د افغانستان ډير لږ ځايونه د طالبانو په لاس کي دي
۱۳۸۹ آذر ۱۳, شنبهد اوباما سلاکاران وايي چي، افغانستان ته د اوباما د سفر اصلي موخه د امريکايي پوځونو څخه د هغوی د قربانيو او د هغوی د هڅو څخه مننه کول ول.
اوباما په افغانستان کي وخپلو عسکرو ته د خبرو پر وخت وويل چي د افغانستان په پوځي ماموريت کي پر مختگونه سوي دي:
«موږ پدې وياړو چي اوس ډېري لږ داسي سيمي پاته دي چي ورباندي د طالبانو کنټرول وي. اوس زيات افغانان د دې موقع لري چي په مثبته توگه و خپل راتلونکي ته وگوري.»
اوباما خپلي هغي ژمنې ته هم اشاره وکړه چي په وېسټ پوائينټ پوځي اکاډمۍ کي يې د وينا پروخت کړې وه. هغه دا چي د افغانستان ستراتيژي به بدليږي او هلته به نور زیات امریکايي عسکر لېږل کيږي.
په افغانستان کي اوس څه باندي 90 زره امريکايي پوځيان د ايساف په چوکاټ کي په پوځي ماموريت بوخت دي. خو د وسله والو طالبانو او د امریکا په وينا د ترهگرو ډلو په وړاندي سخته مبارزه د يو شمېر قربانيو سره تړلې ده.
د اېنډيورينگ فريډم نومي عملياتو د پېل راهيسي تر اوسه څه باندي 1076 امريکايي عسکر وژل سوي دي. اوباما و دغې ستونزې ته هم د خبرو پر وخت اشاره وکړه:
«دا يوه ډېره کړکېچنه دنده ده. پرمختگ په ډېر ځنډ سره راڅرگنديږي او زموږ په وړاندي لا ډيري ستونزمني ورځي پاته دي. پرمختگ خپل قیمت لري.»
د خرابي هوا له وجي اوباما ونه سوای کړای چي د افغان ولسمشر حامد کرزي سره وويني خو دوی يو د بل سره 15 دقيقې ټليفوني خبري وکړې.
د سپيني ماڼۍ د وينا له مخه په دغو ټليفوني خبرو کي اوباما د کرزي لپاره کوم نوی خبر نه درلودی. دوې اونۍ تر مخه دواړو ولسمشرانو په ليزبن کي د ناټو د سرمشريزي تر څنگ د يو ساعت لپاره يو د بل سره کتلي ول.
پدغه ملاقات کي و افغان امنيتي ځواکونو ته د امنيت سپارلو تر څنگ په افغانستان کي تر زیاتې مودې پوري د ناټو د پاته کېدلو پر موضوعاتو خبري سوي وې.
د اوباما د وياند رابرټ گيبس په وينا د حامد کرزي او اوباما تر منځ د ټليفوني خبرو موضوعات همدا وه. د سپيني ماڼۍ په وينا په ټليفوني خبرو کي د ويکيليکس نومي وېبپاڼي پر هغو خپرو سوو اسنادو خبري ونه سوې چي له مخه يې امريکايي ډپلوماتانو د کرزي په هکله غېر صفت کوونکې لهجه کارولې وه.
رابرټ گيبس وويل چي کرزی پدې خبر دی چي د اوباما د سفر اصلي موخه د امريکايي عسکرو څخه ليدنه ول. اوباما په افغانستان کي په امريکايي عسکري روغتون کي داخل د ژوبل سوو امريکايي عسکرو څخه ليندنه وکړه او هغوی ته يې پرپل هارټ نومي پنځه پوځي ميډالونه هم ورکړل.
تېر ځل اوباما د 2010م مېلادي کال په مارچ کي د افغانستان څخه ليدنه کړې وه. د افغانستان اوسنۍ ستراتيژي چي يو کال تر مخه جوړه کړل سوې وه اوس تر کتنې لاندي ده.
د دغې کتني پايلي به ښايي يوه اونۍ وروسته خپرې سي. داسي اټکل کيږي چي د کتني په ترځ کي به په اوسنۍ ستراتيژي کي زيات بدلونونه رامنځ ته نه سي.
د امريکا متحده ايالتونو د ناټو د نورو غړو سره توافق کړی دی چي تر 2014م ميلادي کال پوري به د افغانستان امنيتي مسؤليت و افغانانو ته وسپاري.
کرسټيانا بېرگ مان/ احمدولي اڅکزی
کتونکې: برېښنا صابر