1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«بریتانیایی ځواکونه دې خپل ژباړونکي راوباسي»

مسعود جهش (د فرانسې خبري آژانس)۱۳۹۲ فروردین ۱۷, شنبه

د انگلستان یو شمیر سیاسي، پوځي او اکادمیکو شخصیتونو د شنبې په ورځ د «تایمز» ورځپاڼې ته یو لیک استولی دی چې په کې یې د خپل هیواد له دولت څخه غوښتي دي چې په افغانستان کې خپل ژباړونکي یوازې پرې نه ږدي.

https://p.dw.com/p/18Ase
Troops in Afghanistan. Lieutenant Rob Becher, 23, from Bournmeouth of 3 Yorks, who lost men in an IED blast on their Warrior armoured vehicle, leads a patrol, supported by Warrior, in the Yakhchal area of Helmand Province on operation 'Now Roz' (meaning New Day in in Dari), to search compounds for suspected IED factories and evidence of insurgent activity in Afghanistan. Picture date: Sunday March, 18, 2012. OP 'Now Roz' sees the Afghan National Security Force (ANSF) clear the Taliban from the Gereshk area of Helmand supported and mentored by British Forces, on what is deemed to be the last combined operation of Herrick 15 to rid the Taliban stronghold from insurgence. See PA story DEFENCE Afghanistan. Photo credit should read: Ben Birchall/PA Wire URN:13098052
BRitische Truppen Soldaten in Afghanistan

پلان شوې ده چې ټول بهرني جنگي ځواکونه به د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې له افغانستان څخه ووځي. اوس نو لویه پوښتنه دا ده چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به د هغوی د ژباړونکو برخه لیک څرنگه شي.

اوس مهال په افغانستان کې له انگلیسي ځواکونو سره څه نا څه ۶۰۰ افغان سیمه ییز ژباړونکي کار کوي چې ډیر شمیر یې د هلمند په ولایت کې میشت دي. دغه ژباړونکي د انگلیسي ځواکونو تر وتلو وروسته د طالبانو له گواښ سره مخامخیدای شي.

د تایمز ورځپاڼې ته په استول شوي لیک کې راغلي دي: «د افغان سیمه ییزو ژپاړونکو له مرستې پرته په افغانستان کې د انگلیسي ځواکونو عملیات شونې نه ول. دغو ژباړونکو د انگلیسي ځواکونو په څیر د دندې پر مهال خپل ژوند له گواښونو سره مخامخ کړی دی.»

په لیک کې راغلي دي چې له افغانستان څخه د انگلیسي ځواکونو تر وتلو وروسته دغه ژباړونکي د طالبانو د بریدونو له گواښ سره مخامخیدای شي. په لیک کې د انگلستان له پوځ څخه غوښتنه شوې ده چې له دغو ژباړونکو سره مرسته وکړي او د هغوی امنیت ټینگ کړي.

په لیک کې زیاته شوې ده: «د عراق تر جگړې وروسته، انگلستان خپلو سیمه ییزو ژباړونکو ته په خپل هیواد کې سیاسي پناه ورکړه. خو په خواشینۍ سره دغه کار لا تر اوسه پورې په افغانستان کې ترسره شوی نه دی.»

په لیک کې راغلي دي چې «دا دې انگلستان د پوځ مسوولیت دی چې د دغو زړه ورو کسانو ملاتړ وکړي ځکه هغوی له انگلیسي سرتیرو سره د مرسته کولو له پاره خپل ژوند له خطر سره مخامخ کړی دی.»

په افغانستان کې د انگلیسي سرتیرو د پوځي ماموریت د پیل راهیسې، ۲۰ افغان سیمه ییزو ژباړونکو د دندې پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. پر دې شمیر سربیره ډیر نور ژباړونکي ټپیان شوي هم دي.

د تیر کال په دسمبر میاشت کې د انگلستان لومړي وزیر دیوید کمرون، وویل چې په ۲۰۱۳ کال کې به له افغانستان څخه خپل ۳۸۰۰ سرتیري راوباسي. انگلستان په افغانستان کې ۹۰۰۰ سرتیري لري چې ډیر شمیر یې په هلمند ولایت کې میشت دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب