د آلمان لومړۍ وزيرې انگلا مېرکل د ملگرو ملتونو له عمومي منشي بن کيمون سره په برلين کې وکتل. د دغې کتنې هدف د نړيوالو سياسي موضوگانو په سر خبرې وې لکه د نژدې ختيځ وضع او د ايران اتومي لانجه.
https://p.dw.com/p/DKJm
اعلان
بله د خبرو مهمه موضوع په ملگرو ملتونو کې سمښتونه يا اصطلاحات وو. آلمان د امريکا تر متحده آيالاتو او جاپان وروسته د ملگرو ملتونو تر ټولو زياته گډون ونډه ورکوي يا په بله وينا په نړۍ کې و ملگرو ملتونو ته د پيسو درېيم غټ ورکونکی هېواد دی.