1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

انگلا میرکل په رسمي سفر مسکو ته روانه ده

۱۳۹۱ آبان ۲۶, جمعه
https://p.dw.com/p/16kHw

په پام کې ده چې د المان صدراعظمه انگلا میرکل به د جمعې په ورځ مسکو ته سفر وکړي. زیاته شوې ده چې له صدراعظمې سره به په دغه سفر کې یو لوړ پوړی اقتصادي هئیت هم ملگری وي چې په کې به یو شمیر وزیران هم گډون ولري. په دغه سفر کې به د دواړو هیوادونو تر منځ یو شمیر اقتصادي تړونونه هم لاسلیک شي. په پام کې ده چې میرکل به د کریملین په ماڼۍ کې د ولادیمیر پوتین سره په خبرو اترو کې په روسیه کې د مدنې ټولنې پر وړاندې د دولت د چال چلند په اړه خبرې اترې وکړي.