1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

انګليسان په افغانستان کي د خپلوعسکرو دګمارلو پر ضد دي

۱۳۸۸ دی ۱, سه‌شنبه

هغوکورنيو چي زامن يي په افغانستان کي وژل شويدي تقريبا 30زره لاسليکونه په افغانستان کي دانګليسي عسکرو دګمارلو پر ضدراټول کړيدي

https://p.dw.com/p/LAXb
انځور: picture-alliance / dpa

په افغانستان کي ديوه وژل شوي عسکر پلار دانګلستان دلمړي وزير ګوردون براون په دفتر کي ديوو غوښتنليک دورکولو په وخت کي څرګنده کړيده چي دا جګړه په ډيرو غلطو پلمو او دناکافي مالي، او مادي لګښت سره پيل شويده . او ديوه بل وژل شوي عسکرخپلوان پري ورزياته کړيده داجګړه يوه چټي جګړه ده دا يوه غير اخلاقي او غير عادلانه جګړه ده .

په انګلستان کي په افغانستان کي دانګليسي عسکرو په ګمارلو باندي ددې لپاره ناندرۍ ډيري دي چي په 2009 کال کي هلته دوژل شويو انګليسي عسکرو شمير زيات شويدي . دجنورۍ له مياشتي راهيسي له سلو څخه ډير دپوځ متعلقين وژل شوي او دجګړې له پيله راهيسي يعني له 2001کال راهيسي يي شميردرسمي معلوماتو له مخي 241 کسو ته رسيدلي دي .

دانګلستان ددفاعي چارو دوزارت دوينا له مخي همدا درواني اونۍ به سرکي په هلمند کي بيا يو انګليسی عسکر وژل شويدي .دغه عسکر دورکړل شويو معلوماتو له مخي اشتباهاً دبل عسکر لخوا وژل شويدي . دانګلستان دعسکرو شمير په افغانستان کي9000کسو ته رسيږي . او دغه هيواد وروسته دامريکا له متحده ايالتونو څخه تر ټولو ډير عسکر په افغانستان کي لري . لمړي وزير برون داکتوبر دمياشتي په نيمايي کي اعلام وکړ چي هلته به دخپلوعسکرو شمير 9500 ته ډير کړي .

خودالمان حکومت لا ديوې نامتو ورځپاڼي راينيشه پوست دسه شنبې دورځي دګڼي دمعلوماتو له مخي تراوسه افغانستان ته دنورو عسکرو داستولوپه برخه کي کومه پريکړه نده کړې . دادلمړۍ وزيري انګيلامرکل ، ددفاع دوزير کارل تيودور څو ګوتنبرګ ، او دبهرنيو چارو دوزير ګيدو وېستر ويله دمحرمو سلامشوروڅخه وروسته څرګنده شويده .خو نوموړي ورځپاڼي ندي ويلي چي دامعلومات يي له کوم ځايه ترلاسه کړيدی . نوموړي ورځپاڼي زياته کړيده چي که څه هم ددفاع وزير څو ګوتنبرګ د زرهاوو عسکرو دتياروني چمتو والي څرګند کړي خو دبهرنيو چارو وزير وستر ويلي پدي برخه کي شک ښودلي دي .وسترويلي ويلي دي چي نه يوازي دده داذاد ديموکرات به ګوند بلکه دمسيحي ګوندونوپه اتحاد کي هم دنورو عسکرو له استولو سره مخالفت څرګنديږي .او لمړۍ وزيره ميرکل غواړي چي دجنوري دمياشتي دافغانستان له غونډي څخه وروسته پدي برخه کي پريکړه وکړي .دآزاد ديموکراند ګوند عمومي منشي ليندنر څرګنده کړيده چي دلندن له غونډي څخه پخوا دنړيوالو پوځونو دويستلو په هکله دڅرګندونو انتظارباسي .

ده داخبره په هنوور کي خپريدونکي ورځپاڼي نويي پرسه دسه شنبي دورځي له ګڼي سره کړيده . خوده لدينه چي د نړيوالي ټولني ستراتيژي يوازي دعسکرو به شمير پوري مربوطه وګڼل شي ، اخطار ورکړيدي . لکه دګوتنبرګ به شان دسوسيال ديموکرات دګوند کارپوه ارنولد هم له منځ پلوه طالبانو سره خبري سمي بولي . ده دشتوتګارتر څايتونګ ورځپاڼي ته ويلي دي چي ممکن له پوځي پلوه سړی دوی په شا وتنبولي شي خو ممکن بريا پري ونه مومي .ګوتنبرګ پدي برخه کي خيپل ردونکي دريز داونۍ به سرکي بدل کړي او ويلي يي دي چي هرپاڅونکونکي يو شان دلويديز ټولني ته ګواښ نکوي او پدي منځ کي دي دهرډول اړيکونه لرلو په عقيده ندي .

AFPD/رحيله اميري

کتونکی : محمد قاسم نوري