انګلستان هم اسد ته ګواښ وکړ
۱۳۹۱ شهریور ۲, پنجشنبهاعلان
د انګلستان لومړي وزیر دوید کمرون او د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د تیلیفو پر کرښه تر خبرو وروسته په سوریې کې د کیمیاوي وسلو له کارولو په اړه د دې هیواد رژیم ته ګواښ کړی دﺉ.
د انګلستان د لومړي وزیر دفتر ویلي دي چې که دا کار وشي نو امریکا او انګلستان به د سوریې پر وړاندې د خپل غبرګون بدلولو ته اړ شي.
تر دې مخکې د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د لومړي ځل له پاره د سوریې رژیم ته کواښ کړی وو چې که له کیمیاوي وسلو څخه کار واخلی نو امریکا به په دې هیواد کې پوځي مداخله وکړي.
په همدې حال کې د بریتانیا لومړي وزیر هم د سوریې مخالفینو ته ډاډ ورکړی دﺉ چې نړیواله ټولنه به له هغوی څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.