انځوریز رپوټ: رواني ناروغۍ په افغانستان کې لویه ستونزه
په افغانستان کې د جګړو له کبله معلولین او رواني ناروغان ډير شوي دي. په دې هیواد کې د رواني ناروغانو شمیر د هرې ورځې په تیریدو سره ډیریږي. نړۍ د اکتوبر میاشتې لسمه نیټه د رواني ناروغیو د نړیوالې ورځي په توګه لمانځي.
کله چې سړی هغوی د اوسپنيز جال له شا ګوري نو زندانیانو ته ورته ښکاري او سړی داسې فکر کوي چې هغوی د یوه جرم له کبله په زندان کې وخت تیروي. خو هغوی په اصل کې رواني ناروغان دي چې درملنې ته اړتیا لري. دغه انځور په هرات ولایت کې د رواني ناروغانو د ساتنې یو مرکز ښيي.
په افغانستان کې په رواني ناروغیو ډیر شمیر اخته کسان د هغوی د کورنیو له خوا شړل کیږي چې بیا د استوګنې له پاره ځای نه لري. د سرې میاشتې سازمان په افغانستان کې د یو شمیر رواني ناروغانو د ساتنې شرایط برابر کړي دي.
هغه ناروغان چې د سرې میاشتې په مرستونونو کې ساتل کیږي، پر مخ تللي رواني ناروغۍ لري. رواني ناروغې بیلابیلې درجې لري. یو شمیر رواني ناروغان ان کولای شي نورو کسانو ته ضرر ورسوي.
په ځینو مرستونونو کې د دې له پاره چې یو رواني ناروغ و نه شي کولای نورو کسانو ته ضرر ورسوي هغه په ځنځیرونو تړل کیږي. دغه کار څو واري د بشري حقونو د سازمانونو له خوا غندل شوی دی. خو مرستونونه ډیر وخت د امکاناتو له کمښته سر ټکوي.
دا یوازې نارینه نه دي چې په رواني ناروغیو اخته دي. یو شمیر افغان مېرمنې هم له رواني ناروغیو سره لاس او گریوان دي.
هغه افغاني میرمنې چې له رواني نارغیو سره لاس او گریوان دي له ټولنیز گواښ سره مخامخ دي. یو شمیر کسان له دغو میرمنو څخه ناوړه گټه اخلي.
د افغانستان د عامي روغتيا وزارت د شمېرو له مخي د افغانستان په سلو کي ۵۰ سلنه په یو ډول نه يو ډول رواني ناروغيو اخته دي. دغه ناروغۍ تر نارينو په ښځو کي ډيري دي.
په افغانستان کي يوه ستونزه دا هم ده چي هيڅوک نه غواړي چي دا ومني چي هغه په رواني ناروغۍ اخته دی. په دغه هيواد کي روان پيژندونکي ته مراجعه شرم ګڼل کيږي.
په افغانستان کي ډېر خلک د سنتی درملني شېوې ته عقيده لري. اوس هم ډيری خلک په دغه هيواد کي د کليو ملايانو ته مراجعه کوي او هغوی بيا تعويض ورکوي. په دغه انځور کي د ننګرهار ولايت په «ملي صاحب» زيارت کي يو ځوان ښکاري چي د تداوۍ له پاره هلته ور وستل شوی او په ځنځيرونو تړل شوی دی.
که سړی د افغاانستان په هر ولايت کي راډيو يا تلويزيون واوري نو هرو مرو به واوري چي يو ځوان يا يوه نجلۍ ورکه سوې ده، چي د دې اکثرو علت رواني ناروغۍ ښوول سوي دي.
د افغانستان په لويو ښارونو په ناګړې توګه کابل کي پر ځينو سړکونو باندي داسي کسان ليدل کيږي چي ناروغ وي او په لاره کي پروت وي، د دغو کسانو ډېری هم په رواني ناروغۍ اخته دي او سرپرست نه لري. د دغو کسانو ډېرو ته په افغانستان کي د جنګونو پرمهال روانۍ ناروغۍ ور پيدا سوي دي.