انځوريز راپور: په پاکستان کي نن ماتم وو
پر باچا خان پوهنتون باندي د تیري ورځي د یرغل له کبله د پنجشنبې په ورځ په ټول پاکستان کې ماتم وو. نن پر ټولو حکومتي ودانیو د تیري ورځې په ویر کې بیرغونه نیم راځوړند ول.
دغه برید په ۲۰۱۴م کال کې په پیښور کې پر یوه ښوونځي باندي برید ته ورته وو. تر هغه وروسته په پاکستان کې د تندلارو پر ضد د «نیشنل ایکشن پلان» یا د اقداماتو ملي پلان تر منل کیدو وروسته د یاغایانو پر ضد پوځي عملیات پیل شوي ول.
په اسلام آباد کې د لومړي وزیر نواز شریف د دفتر له خوا په خپره شوې بیانیه کې، تیره ورځ پر باچا خان پوهنتون باندي د برید له کبله نن پنجشنبه ماتم اعلان شوې وه.
د زیاتره وژل شوو کسانو خاورو ته د سپارلو مراسم تیر ماښام تر سره شوي ول، خو د پوهنتون د کيمیا څانگې د استاد سید حامد حسین، د جنازې مراسم د هغه په پلرني ټاټوبي صوابۍ کې تر سره شول.
د بخښنې نړیوال سازمان ویلي دي چې پر باچا خان پوهنتون باندي یرغل په جنگي جرمونو کې شمیرل کیدای شي. همداشان د ملگرو ملتونو او هند په گډون په ټوله نړۍ کې دغه پیښه غندل شوې ده.
په وژل شوو کې زیاتره هغه ځوان محصلین شامل دي چې د یرغل پر مهال په لېلېه کې ول. څلور سره برید کوونکي هم په لېلېه کې ووژل شول.
د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي دي: «تر ټولو خرابه خبره دا ده چې ترهگرو د پاکستان پر تعلیمي ادارو باندي یرغلونو ته ادامه ورکړې ده او د پاکستان راتلونکي نسلونه هدف گرځوي.»
د لېلیلې داخلي فرنیچر په وینو لړلي وو. د یوې خوني پر دیوال باندې لیکل شوي ول: «اتلان په ځوانۍ کې مري».
تیره ورځ د وژل شوو کسانو په ډله کې د دغه پوهنتون د کیمیا د څانگې مرستیال پروفیسر سید حامد حسین هم شامل دی. ویل شوي دي چې هغه د یرغل پر مهال د ویریدلو محصلینو د خوندي ساتلو له پاره په خپلې توپکچې سره پر وسله والو فیرونه کول.