انځوريز راپور: د افغانستان يوازنی ژوبڼ
د کابل ژوبڼ د افغانستان يوازنی او تر ټولو ستر ژوبڼ دی چي يو وخت يې په سيمه کي ساری نه وو، خو اوس په داسي حالت کي دی چي ژوبڼ ته نه پاتيږي.
د کابل ژوبڼ د افغانستان د نورو برخو په شان له جنګړي څخه سخت اغېزمن سوی دی. يوه وخت دغه ژوبڼ ۷۰۰ ډوله حيوانان لرله.
دغه ژوبڼ يو وخت ډېر ليدونکي لرل خو اوس په ورځ کي د ګوتو په شمېر خلک ورځي او عاييد يې ډېر لږ دی.
دغه ژوبڼ په کورنۍ جګړو کي سخت زيانمن سو.
په کورنيو جګړو کي ښکېلو ډلو حتی له ژوبڼ څخه د پټېدو د ځای په توګه کار اخيست او دا يوه مرکزي پوسته ګرځېدلې وه.
دغه ژوبڼ د کابل په دهمزنګ سيمه کي پر ۵۳ جريبه مځکه باندي جوړ سوی دی.
دغه ژوبڼ په لومړي سر کي د کابل پوهنتون په علومو پوهنځي پوري اړه لرله خو وروسته بيا ښاروالۍ ته وسپارل سو.
يو وخت دغه ژوبڼ له کلينيکه څخه نيولې تر هرڅه پوري لرل. کله چي به سړی ژوبڼ ته ورغلی د معلوماتو داسي کسان ول چي په ټول ژوبڼ کي به له ليدونکو سره ګرځېدل او معلومات به يې ورکول.
ټولو حيوانانو ته مناسب ځايونه جوړ سوي ول او پر خپل وخت باندي خواړه ورکول کېده.
اوس په دغه ژوبڼ کي حيوانان په ډېرو بدو شرايطو کي ژوند کوي.
که څه هم د افغانستان د بيا رغاوني په پروسه کي دغه يوازنی ژوبڼ يو څه روغول سوی دی. خو اوس يې هم ډېر کار پاته دی.
په دې وروستيو کلونو کي د کابل ژوبڼ د سيه ييزو همکاريو سازمان د ژوبڼ د ټولني غړيتوب ترلاسه کړی دی. دا کېدای سي چي د دغه ژوبڼ په بيا رغاونه کي کټور تمام سي.
چين د کابل ژوبڼ ته يو جوړه زمريان، يوه جوړه خرسان، ليوان او آهو ورکړي دي.
خرسان اوس د يوه مناسب ځای د نه لرو په خاطر په قرنطين کي دي. په کابل کي د يخي هوا له کبله ځني مرغان هم تودو ځايونو ته انتقال سوي دي.
څو کاله دمخه په دغه ژوبڼ کي بېخي د ګوتو په شمار مرغان ول، خو اوس بيا لږ ډېر سوي دي.
د ژوبڼ د چارواکو په خبره اوس په عادي ورځو کي دغه ژوبڼ ته نزدې ۱۰۰۰ تنه ليدونکي ورځي او د رخصتيو په ورځو کي له ۵ زرو څخه نيولې تر ۸ زرو پوري ليدونکي ورځي.
ويل کيږي چي دغه ژوبڼ ته اوس ډېر لږ بهرني ليدونکي ورځي.
ژوبڼ ته د ورتګ بيه ۲۰ افغانۍ ټاکل سوې ده، چي دا هم کېدای سي د ډيرو ناداره خلکو د ورتګ مخه ونيسي.
د دې ژوبڼ بڼه اوس تر پخوا ډېره سمه سوې ده. څو کاله دمخه خو يې ډېر ديوالونه هم نه ول.
د دغه ژوبڼ د «مرجان» زمري کيسه خو د ډيرو افغانانو په ياد ده. مرجان د کورنيو جنګونو پر مهال ړوند سو. اوس په دغه ژوبڼ کي د هغه مجسمه جوړه سوې ده.
د کابل ژوبڼ حيوانان د خوارک له اړخه ډېري ستونزي لري.
د نورو حيوانانو د نه شتون په خاطر دغه کورني مرغان يا فيلمرغ هم په ژوبڼ کي ساتل کيږي.
د دغه ژوبڼ اکثره حيوانان هغه حيوانان نه دي چي نسل دي يې په افغانستان کي وي، دا ټول له نورو هيوادونو څخه راوړل سوي دي.