انځوريز راپور: افغان ملي لوبډلي له بوتان څخه لوبه وگټله
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلي د بوتان ملي لوبډلي ته درې د صفر په مقابل کي ماته ورکړه. دغه لوبه د جنوبي اسيا هيوادونو د سيالو په جريان کي په نيپال کي ترسره سوه.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله په سره لباس کي ميدان ته داخله سوه او لوبه ئې وگټله.
په دغه لوبه کي چي په نيپال کي ترسره سوه، د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلي د درې گولونو په وهلو سره وتوانېده چي په «ب» گروپ کي د سريلانکا او مالديو هيوادونو سره نورو لوبو ته لاره اواره کړي.
د افغان ملي لوبډلي روزونکی ټيم د لوبي د نندارې پرمهال. د لوبي گولونه حشمت الله بارکزي، مصطفی آزادجو او اسلام الدين اميري ووهل. بارکزي له پاکستان سره په لوبه کي هم گول وهلی وو.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلي له ټولو ستونزو سره سره بيا هم ډيري لاستنه راوړني لري. د نيپال پوځيان په لوبغالي کي د لوبي د نندارې پرمهال. د لوبي تر مخه د دواړو هيوادونو ملي رسودونه وږغول سول.
افغان ملي لوبډله به د چهارشنبې په ورځ په «ب» گروپ کي دوهمه لوبه له سريلانکا سره وکړي او دريمه به بيا د جمعې په ورځ له مالديو سره ترسره کړي.
د فوټبال د ملي لوبډلي يوشمېر نندارچيان وايي چي د ملي لوبډلي له خوا د دوو وروستيو لوبو گټل د خلکو په زړون کي محبوبيت ډير کړی دی.
افغان ملي لوبډلي ته د فوټبال د نړيوال فدراسيون يا (فيفا) له خوا په درجه بندۍ کي ۱۳۹ ځای ورکړل سوی دی.
له بوتان سره تر لوبي دمخه افغان ملي لوبډلي د کابل په غازي لوبغالي کي په يوه دوستانه لوبه کي پاکستان ته ماته ورکړه. د پاکستان سره تر لوبي وروسته افغان لوبډله د ولسمشر کرزي له خوا وستايل سوه.
د افغانستان د المپيک ملي کمېټه وايي چي د ولسمشر کرزي له خوا د لوبډلي ستايل د ورزش کارنو پر روحيې باندي ډېره ښه اغېزه کړې ده.
د بوتان فوټبال ملي لوبډله هم له افغان لوبډلي سره په لوبه کي ښه وځلېده، خو له ډېر تلاش سره سره بياهم ونه توانېده چي افغان ملي لوبډلي ته يو گول هم ووهي.
د افغانستان د المپيک د ملي کمېټې د وياند عارف پيمان په خبره په افغان ملي لوبډله کي داسي لوبغاړي هم سته چي له هيواده دباندي په اروپا کي ژوند کوي.