انځورونه: گړندي حيوانات
په حيواناتو کي هم داسي سته چي ريکارډونه ئې جوړ کړي دي؟ په دې انځوريز راپور کي به خبر سئ چي ځيني حيوانات په ځغاسته، الوتنه، خېز او لامبو کي څرنگه گړندي دي؟
چيتا
تر چيتا هيڅ حيوان گړندی نه دئ. چيتا په يوه ساعت کي ۱۲۰ کيلومتره واټن وهلای او ښکار کولای سي. دغه حيوان خپل ښکار ته ځان ډېر ور نزدې کوي او بيا گړندی پسې ځغلي.
آهو
آهو په ځغاسته کي گړندی دئ او کولای سي پنځه کيلومتره واټن په ساعت کي له ۶۰ څخه تر ۷۰ پوري سرعت سره ووهي. د آهو زړه د يوه پسه د زړه دوه برابره دئ. ځکه نو آهو کولای سي چي د ځنگل له وحشي حيواناتو څخه په اسانۍ سره وځغلي.
دلفین
دلفين تر ټولو گړندی لامبوزن دئ. دغه دريابي اوباز کولای سي په يوه ساعت کي ۱۰۰ کيلومتره واټن ووهي. په انسانانو کي د نړۍ گړندي لامبوزن په ساعت کي له ۶ څخه تر ۷ کيلومترو پوري واټن وهلای سي.
شترمرغ
هيڅ يو الوتونکی حيوان تر شتر مرغ (اوښ مرغ) گړندی نسي ځغستلای. هغه کولای سي په ساعت کي ۷۰ کيلومتره واټن ووهي. دغه الوتونکی حيوان کولای سي نيم ساعت بې له ځنډه په پنځوس کيلومتره سرعت وځغلي. خو دغه حيوان په دې خاطر چي ډېر دروند دی نسي کولای والوزي.
ټپوس
هيڅ حيوان دومره لوړ نسي الوتلای لکه ټپوس. په ۱۹۷۳م کال کي يوه ټپوس له مځکي څخه په ۱۱۲۰۰ متري لوړوالي کي له يوې الوتکي سره وموښت. معمولي الوتونکی حيوانات له مځکي څخه له ۱۰۰ تر ۲۰۰۰ مترو لوړ الوتلای سي.
غرنی پړانگ
هيڅ حيوان د غرني پړانگ په شان لوړ خېز (ټوپ) نه سي کولای. دغه تی لرونکی حيوان کولای سي چي له خپل پنځوس کيلو گرامه وزن سره پنځه نيم متره لوړ وغورځي او د وني پر يوه ښاخ باندي کښېني. په حيواناتو کي يوازي دلفين کولای سي چي تر هغه لوړ خېز وکړي. خو دلفين بايد د دغه شان يو خېز له پاره په اوبو کي څو واري را وگرځي، څو ټوپ ته تيار سي.
مرغ پرزنبوری
د نړۍ تر ټولو کوچنی الوتونکی دغه مرغه دئ. هغه ۱،۸ گرامه وزن لري. دغه مرغه د يوې مچمچۍ (مچۍ) په شان گړندی دئ. هغه د يوې څرخۍ الوتکي په شان کولای سي په هوا کي ودريږي.
نهنگ
هيڅ تی لرونکي لامبوزن حيوان د اوبو اعمق ته داسي نسي تلای لکه نهنگ. دغه ځناور چي په دريابونو کي ژوند کوي، کولای سي د درياب ۳۰۰۰ مترۍ تل ته ور کښته سي او يو ساعت هلته پاته سي. دا په داسي حال کي ده چي نهنگ د تنفس له پاره هوا ته اړتيا لري. دوی ډېر اکسېجن په خپله وينه او ماهيچو کي ساتي. نهنگ چي کله سا کاږي له سره يې اوبه فوراه وهي.
د توروو اوبو تمساح
د توروو اوبو تمساح په اوبو کي د ډېر وخت پاتېدو توان لري. هيڅ حيوان نه سي کولای چي د دغي سخت پوستي حزندې په شان تر اوبو لاندي پاته سي. دا په داسي حال کي ده چي دغه تمساحوي په اوبو کي نه پاتيږي او هگۍ په وچه کي اچوي.
افريقايي غزال (هوسۍ)
د افريقا غزال يا هوسۍ تر نورو حيواناتو د سختي گرمۍ توان لري. غزال په دې توانېدلي چي له گرمي هوا سره ځانونه عادي کړي.
ټنبل خرس
ټنبل خرس د تر ټولو آرام حيوان مقام گټلی دئ. دغه شان خرسان د هند، نپال، پاکستان، بنگلاديش او سريلانکا په ځنگلونو کي ژوند کوي.
شبپرک
شبپرک يوانی تی لرونکی دئ چي الوزي. هغه په تی لرونکو کي يوازنی الوتونکی دئ چي ډېر قوی اوري.