انځورونه: کارکوونکي افغان ماشومان
په افغانستان کي د نافذو قوانينو له مخي په ماشومانو سخت کارونه کول منع دي. خو بيا هم په زرهاؤ افغان ماشومان هره ورځ سختو کارونو ته ګومارل کيږي. اکثره دغه ماشومان و ښوونځيو ته نه ځي.
دا د ننګرهار په ولايت کي د خښتو پخولو يوه کره ده چي پکښي ماشومان کار کوي. دا په افغانستان کي د ماشوم کارګرانو د کار يوه بېلګه ده.
د افغانستان د قانون له مخي تر ۱۴ کالو څخه د کم عمر لرونکو څخه د کارګرو په توګه کار اخيستل منع دي. خو دلته تر سترګو کيږي چي فقر د قانون د حاکميت په لاره کي يو خنډ دی.
د افغانستان په خښته پخونکو کرو کي د ۵ څهخ تر ۱۴ کالو پوري عمر لرونکي ماشومې انجوني او هلکان کار کوي. دا په داسي حال کي چي دغه کار ډېر سخت او ستړی کوونکی ګڼل کيږي.
د بعضو راپورونو له مخي په افغانستان کي داسي ماشومان هم سته چي تر ۱۲ ساعتونو پوري په ورځ کي کار کوي. د دغو راپورنو له مخي دغه ماشومان د خپل دغه زحمت په بدل کي اوسطا يو او نيم ډالر معاش په لاس راوړي.
بعضي وخت ماشومان په زور و کار کولو ته اړ ايستل کيږي. خو زيات شمېر ماشومان د کورني اړتياؤ، د سرپرست د نشته والي او له بې وزلې دې ته اړکيږي چي کار وکړي.
افغانستان په ۲۰۱۴ کال کي د هغو ۲۹ هيوادونو په ليسټ کي شامل سو چي د ماشومانو څخه کار اخيستل پکښي منع دي. خو د هغه باوجوده اوس هم په زرهاؤ ماشومان سخت کارونه کوي، لکه خښتو دغه کره کي.
ويل کيږي چي د کار او د اجتماعي امورو د وزارت مقامات د ماشومانو د کار د ممناعت د قانون د تطبيق له پاره اړيني اسانتياوي په لاس کي نه لري.
د بشري حقونو مدافع سازمانونه وايي چي په افغانستان کي ۶ مليونه انسانان کار کوي چي پکښي ۳۰ سلنه يې ماشومان دي. زياتره دغه ماشومان ښوونځيو ته نه ځي او په سختو شرايطو کي ژوند کوي.
د بشري حقونو د سازمانونو د معلوماتو پر اساس په افغانستان کي ۶۰ سلنه ماشومان (د کارګرو او غېر کارګرو ماشومانو په شمول) د ورځنۍ تفريح له پاره ځايونه نه لري چي له دې کبله د فکري ودي مخه يې نيوله کيږي.
په افغانستان کي ماشومان نه يوازي په زراعت بلکه په صنعتي او توليدي ځايونو کي هم کار کوي. په دوی کي زيات شمېر داسي دي چي د ټولې کورنۍ مسؤليت په غاړه لري.