انځورونه: په کندز کې څه تیریږي
د دوشنبې له سهار وختي څخه طالبانو د کندز پر ښار باندي له څو اړخونو برغلونه پیل کړل چې د کندز ښار ډیره برخه یې ونیوله. اوس امنیتي ځواکونو د ښار د بیرته نیولو له پاره عملیات پیل کړي دي.
اوس هم په ښار کې د جگړې رپوټونه ورکول کیږي.
طالبانو د دوشنبې په سهار له څو اړخونو پر کندز ښار یرغلونه پیل کړل.
د جگړې له کبله ډیر خلک خپلو کورونو پريښوول ته اړ شول
افغان حکومت وایي چې سیمه ته یې تازه دمې قوواې استولي دي.
تیره ورځ ناوخته افغان حکومت تائید کړه چې د کندز ښار د طالبانو لاس ته لویدلی دی.
افغان امنیتي ځواکونو د کندز د هوایي ډگر له اړخه د ښار پر لور جگړه پیل کړې او د زندان او امنیې قومانداني ودانۍ یې بیرته نیولي دي.
تیره ورځ طالبانو د کندز ښار تر نیولو وروسته له زندان څخه په سلونو بندیان آزاد کړل.
افغان امنیتي ځواکونه او پوليس له طالبانو سره په جگړه بوخت دي.
له افغان امنیتي ځواکونو سره ملاتړ هم شته. د ښار د باندې د ناټو د هوایي ځواکونو د بمباریو رپوټونه هم ورکول کیږي.
د افغانستان د دفاع وزارت په یوه وینا پاڼه کې ویلي دي چې «د کندز د ښار بیرته نیولو له پاره عملیات نن سهار اته بجې پېل شوي دي.