انځورونه: په کابل کي د افغان- ترک نندارتون
افغانستان او ترکيې په کابل کي خپل پنځم نندارتون پرانيست. په دغه نندارتون کي افغان او ترکي سوادگرو خپل محصولات نندارې ته وړاندي کړي دي. په نندارتون کي د ترکيې غرفې تر افغانستان ډيري دي.
په دغه نندارتون کي افغانان ۲۶ او ترکان ۳۴ غرفې لري.
د دغه نندارتون موخه د افغانستان او ترکيې د سوادگرو ترمنځ د سوداگرۍ پراختيا ښوول سوې ده.
دغه څلور ورځنی نندارتون د کابل په ممتاز هوټل کي پرانيستل سوی دئ.
د نندارتون د پرانيستلو په لومړۍ ورځ په سوونو افغانان ئې لېدو ته ورغلي ول. دوی ويلي دي چي په اوله ورځ ئې خپلو محصولاتو ته ډېر مشتريان پيدا کړي دي.
په دغه نندارتون کي برقي وسايلو د ډير ليدونکو پام ځان ته اړولی دئ.
په دغه نندارتون کي موبايل تليفونونه او تلويزيونونه هم ډېر خريداران لري.
ښځي بيا تر ډير هغو غرفو ته ورځي چي د دوی له پاره کالي نندارې ته وړاندي سوي دي.
ترکيه تر ډېره د افغانانو پر ذوق برابر کالي توليدوي.
په دغه نندارتون کي ترکي خواړه هم نندارې ته وړاندي سوي دي.
ترکيه او افغانستان په خپلو منځو کي د خپلو سوداگريزو اړيکو د پراختيا له پاره هر کال يو گډ نندارتون پرانيزي.