انځورونه: په نړۍ کې زده کړې تر کومو شرایطو لاندې کیږي
د نړۍ په هر گوټ کې زده کړې کیږي خو دا چې زده کوونکي څه ډول او تر کومو شرایطو لاندې لومړنۍ جملې لولې او لغتونه لیکي، له یوه ځای څخه تر بله ډیر توپیر لري. په دې انځوريز راپور کي ئې کتلای سئ.
افغانستان : زده کړې د ټولو له پاره
مریم ارماني د جلال آباد په ښار کې د نجونو په یوه ښوونځي کې درس ورکوي. دغو نجونو په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو تر راپرځېدو پورې مکتب ته د تلو اجازه نه درلوده. لس کاله وروسته ۷۴ سلنه نجوني لومړنیو زده کړو ته په منظم ډول لاس رسی لري.
جاپان: په ټولگیو کې منظم گروپونه
په توکیو کې د «تاکینوگاوا » په نامه لومړني ښوونځي کې د غرمۍ ډوډۍ وخت. د جاپان د ښوونځیو سیستم په نړۍ کې تر ټولو ښه سیستم دی. د (پیزا) د پلټنو له مخې هر کال د جاپان مکتبونه د نړۍ په لومړیو کتارونو کې راځي. خو له بلې خوا بیا په دغه هیواد کې پرزده کوونکو باندې د زده کړې فشار هم ډېر دی.
برازیل: د اوبو پر سر ټولگي
د برازیل په مانوس کی د «ساو جوزه دوه» په نامه دولتي ښوونځي کوچنیان د اوبو پر یوه ټولگي کې زده کړې تر سره کوي او هغه هم د امازون پر غاړه د نړۍ په یوه لوی سیند کي. د شخصي ښوونځیو په مقایسه د زده کړې سویه د برازیل په دولتي مکتبونو کې ډیره کښته ده. هر څوک چې غواړي ښې زده کړې تر لاسه کړي نو باید د هغو له پاره ډیرې پیسې په مصرف ورسوي.
امریکا متحده ایالات: د نا محدودو امکاناتو په هیواد کې نابرابري
که څه هم متحده ایالات د نړۍ د پرمختللو هیوادونو څخه شمیرل کیږي، خو بیا هم د تحصیلي سیستم په برخه کې ټولو ته د یوه ډول چانس نه ورکولو په برخه کې تر انتقادونو لاندې دی. په دې ډول د تور پوستو او لاتینی امریکا د اتباعو په پرتله سپین پوستي بیا تل یوه ښه شهادتنامه په لاس راوړي. د شیکاگو څخه دغو زده کوونکو له پاره لا د شهادتنامې تر لاسه کول ډیر لیرې بریښې. دوی لا اوس په لومړني ښوونځي کي دي.
ویتنام: په تیاره کې زده کړې
نه کوم څراغ شته او نه هم کتابونه. تر دغه ډول شرایطو لاندې په ویتنام کې د دریم ټولگي دغه زده کوونکي مجبوره دي چې درس ووایي. نوموړې ښوونکې هڅه کوي هغوی ته خپله مورنۍ ژبه ورزده کړي. که څه هم په ویتنام کې د زده کړې شرایط اکثره وخت خراب دي خو بیا هم د پیزا، د پلټنو له مخې دغه هیواد کله کله تر جرمني لا مخته وي.
بریتانیا: تل د نظم مراعات کیږي
په انگلستان کې د یونیفورم اغوستل یو پخوانی دود دی. د ځینو استثناوو په شمول تقریباً ټول زده کوونکي د یونیفورم سره مکتب ته ځي. دا چی دا عنعنه له کومه راهیسي په دغه هیواد کی موجوده ده، معلومه نه ده. له بلی خوا په دغه هیواد کې داسي یو قانون هم نه سته چې په هغه کې دي د مکتب د یونیفورم په اړه څه لیکل سوي وي.
پاکستان : په ټولیزه توگه زده کړې
په پاکستان کې دا یوه عادي خبره نه وه چې نجونې او هلکان دي په گډه سره زده کړې وکړي، هغه که پر مځکه وي او یا هم په کوم پارک کي. په ۲۰۱۴ کال کی ملالې یوسفزۍ هم د دې کار له پاره مبارزه وکړه چې له امله یې هغې د سولې په نامه د نوبل جایزه هم ترلاسه کړه.
مراکش: په بانجاني رنگه کوټو کې زده کړې
د مراکش په پلازمینه رباط کې بیا زده کوونکي د «الودایه» په ابتدایي ښوونځي کې په رنگه ټولگیو کې درس وایي. په لومړیو کلونو کې دغو ټولگیو ته ډیر زده کوونکي ورځي. په دغه ځای کې ۹۲ سلنه کوچنیان ښوونځیو ته ځي. خو تر پنځلس کلنۍ وروسته بیا د هغو شمیر نیمایي ته راټیټیږي. له بلې خوا بیا ۳۰ سلنه دغه ډول نوي ځوانان لیکل او لوستل نه سي کولای.
کینیا: په بې وزلو سیمو کې مکتب
په کینیا کې له ۲۰۰۳ کال راهیسي ټول کوچنیان بې له دې چې پیسې ورکړي، کولای سي ښوونځي ته ولاړ سي. له بلې خوا بیا د دغه سیستم له کبله د زده کړې په برخه کی ډېره کمه پانگونه هم کیږي چې له کبله یې ټولگي ډیر ډک او ښوونکي ډیر کم وي. دغه کوچنیان د نایروبي په شمال کې د کیبیرا په بې وزله سیمه کې ژوند کوي.
مالیزیا: بختور زده کوونکي
مالیزیایي زده کوونکي بیا د نړۍ له خوشبختو زده کوونکو څخه شمیرل کیږي. دغه خبره د پیزا په نامه پلټنو کې په ډاگه سوې ده. په نوموړي هیواد کې څه د پاسه ۶۰ سلنه مسلمانان ژوند کوي. د هغوی ځینې یې لکه د «نور الامام» په نامه مدرسو ته هم ځي.
اوکراین. د ډېرو ژبو زده کول
په اوکراین کې بیا د لومړي ټولگي څخه زده کوونکو ته یوه بهرنۍ ژبه ور زده کول کیږي. د کیف په دغه ښوونځي کې بیا له پنځم ټولگي څخه آن دوهمه ژبه هم د بهرنۍ ژبې په حیث تدریس کیږي. له همدې کبله په نوموړي هیواد کی زیاتره خلک د روسي او اوکرایني ژبې ترڅنگ په انگلیسي، فرانسوي او ځیني وخت په آلماني ژبه هم پوهیږي.
چِلی: تحصیل پوله نه پېژني
که څه هم داسي نه ښکاري، خودا دیوه ابتدایي ښوونځي ټولگی دی. دغې ښځې او نارینه د چلی په پلازمینه کی خپلو نیمگړو زده کړو ته ادامه ورکوي. په چلي کی ټول تحصیلي سیستم په شخصي ډول تنظیم سوی دی، له همدې کبله بې وزله کورنۍ زیاتره وخت نه سي کولای خپل د کوچنیانو د مکتب فیس ورکړي.