انځورونه: په طبيعت کې موجود خطرناک نشه يي مواد
کيمياپوهان نه، بلکې طبيعت خپله تر ټولو خطرناک مواد توليدوي. د پوټو په غوټيو، زړو او پاڼو کې ډېر مختلف نشه يي مواد شتون لري چې ځينې وخت وژونکي هم وي. لطفا لاس مه وروړئ!
د بنګو بوټی
د بنګو او چرسو بوټی د تېترا هيدرو کانابيول په نوم نشه يي مواد رانغاړي. هغه په سړي کې هيجاني راټوکوي، سړی آراموي او دردونه هم راکمولی شي. غوټۍ او تر ټولو جګې پاڼې يې ډېر نشه يي توکي لري چې ورڅخه چرس جوړيږي. له ځينو دغو بوټو څخه چې نشه يي مواد البته نه رانغاړي، ټوکر هم جوړېدی شي.
پخوا د ماشومانو د خوب دارو درمل
دغه بوټی په لرغونو زمانو کې د خوب دوا وه. د دغه بوټي څخه شيره لاس ته راوړل کيږي چې بيا وچيږي او اومه افين ځنې جوړيږي. په دغو موادو کې د نورو ترکيباتو تر څنګ مورفين هم شته چې تر ټولو پياوړې د درد دارو درمل ورڅخه چمتو کيږي. له افينو څخه نيمه مصنوعي هېروين هم جوړېدای شي.
زهرجنې پوڅکۍ
پوڅکۍ ډېر مختلف کيمياوي مواد توليدوي چې ځينې يې د انسان پر دماغ هم تاثير کوي. دغه خړه پوڅکۍ (پلوتېوس ساليسينون) زهرجنه ده. پکې د پسيلوبيسين په نوم مواد شته چې د ال اس دي مخدره موادو په څېر د هلوسه يا توهم سبب ګرځي يعنې سړی داسې څه ويني چې موجود نه وي. خو ورسره زړه بدي، خوف او لېونتوب هم مل کېدای شي.
نشه يي پاڼې
د کوکا د بوټي پاڼې داسې کيمياوي ترکيبات رانغاړي چې له کوکاينو سره خپلوي لري. هغه درد رفع کوي او سړی راپاروي. د لاتينې امريکا په ډېرو هېوادونو کې د کوکا پاڼو ژوول عام دي. د وچولو، تخمير او کيمياوي پروسس کولو د لارې ورڅخه کوکاين جوړيږي.
ښايسته زهرجن ګلان
د کولونيا په نوم ګلونه ښايسته ايسي خو ډېر زهرجن دي. د دغه بوټي په ټولو برخو کې الکالويد نومي کيمياوي مواد شته چې د انسان پر بدن ډېر عوارض لري. که دغه بوټی وخوړل يا لوګی شي، نو د زړه ضربان لوړيږي او سړی داسې څه ويني چې موجود نه وي. د دغو موادو اندازه کول هم سخت کار دی. له دې کبله مرګوني پېښې هم ډېرې دي.
اتروپا
د اتروپا بوټی هم زهرجن الکالويد لري. هغه د زړه ضربان چټکوي او حدقه يا د سترګو کسي پراخوي. دغه مواد د وينې د جريان په بنديدو سره استعماليږي څو ناروغان بېرته راژوندي کړل شي. د نشې حالت ته سړی په ډېر مقدار موادو سره رسيږي، خو په هغه حالت کې بيا ژوند ته خطر هم موجود دی.
د داتورا خطرناک بوټی
په انترنېټ کې د داتورا په نوم زهرجن بوټی هم د طبيعت د نشه يي توکي په توګه تل راڅرګنديږي. هغه له سړي څخه د حقيقت درک اخلي. نه يوازې زهر يې خطرناک دي بلکې د کنتروله وتلي په يوه حالت کې د ټکر خطر هم ډېر دی.
د هاوايي نشه يي ګلان
د هاوايي د «لرګين ګلاب» په نوم بوټی اصلا له آسيا څخه راځي چې په زړو کې يې ال اس دي ته ورته د ايرګين په نوم مواد نغښتي دي. هغه د رنګونو ډک د سترګو مخکې د نشې يو حالت راټوکوي، خو د سړي خوا هم ګرځي، خارښت او د لېونتوب حالت هم په سړي راتلی شي. يو زړی سړی دغه حالت ته بيايي.
کاکتوس يا صبار بوټی
د پيوتې په نوم کاکتوس په منځنۍ امريکا کې له مېسکالين موادو ډکی دی. دغه توکي نشه يي مواد دي، چې نشه، د خوشحالۍ احساس او نور ورته حالت راپيدا کوي. د کاکتوس يا صبار بوټی يا خوړل کيږي يا دا چې چای ورڅخه جوړيږي.
بې خطره برېښي، خو خطر لري
عطرلرونکي يا بويا غوزان / چارمغز که ډېر وخوړل شي، نو نشه لري. پکې د ميريستيسين په نوم نشه يي مواد شته. خو که دغه غوزان يوازې ميده او لږ وکارول شي، نو خطر نه لري.
دغه عادي پاڼې هم نشه لري؟
هو. د کراتوم ونه په جنوب ختيځه آسيا کې د ميترګينين په نوم مواد رانغاړي. دغه پاڼې ژوول کېدای، د چايو په صفت څښل کېدای او يا لوګی کېدای شي. د تايلنډ پخوانو اوسېدونکو ورڅخه د اسهال ضد درملو په صفت کار اخيست.
دغه ښايسته بوټی کال په کال ډېر انسانان وژني
د تنباکو بوټی هم زهرجن مواد رانغاړي چې سړی ورڅخه روږدی کيږي. مواد بيا په پاڼو کې ذخيره کيږي. دغه مواد نيکوتين نوميږي خو نور الکالويد مواد هم پکې شته. دغه زهر د دې له پاره توليديږي چې بوټی د حيواناتو له خوا ونه خوړل شي. که پاڼې يې وچې او لوګی شي، نو دغه مواد د سړي بدن ته انتقاليږي. د تنباکو په سوځېدلو سره نور زهرجن مواد هم راټوکيږي چې د سرطان سبب ګرځي.