انځورونه: په جنوب ختيځه اسيا کي د کډوالو خراب وضعيت
د ماليزيا او اندونيزيا په ساحلونو کي نزدې ۱۲زره پناغوښتونکي ژغورل سوي دي. دغه مهاجر په بنگلادش او ميانمار کي د «روهينگيا» قوم دي. د دغه قوم په زرونو انسانان د يوه ښه ژوند په موخه د سمندري له لاري سفر کولو ته زړه ښه کوي.
دغه کوچنيان له سمندري سفره ژوندي پاته سوي دي. دوی د اندونيزيا په ساحلونو کي کب نيوونکو ژغورلي دي. د دوی هغه د لرگو کښتۍ چي سفر ئې پکښي کړی وو، د سمندري سفر له پاره جوړه سوې نه وه. دوی څو ورځي بې له خوړو په درياب کي يوې او بلي خوا ته حرکت کاوه. دوی اوس ۶۰۰ کسان په يوه جمنازيوم کي اوسيږي.
پنا غوښتونکي چي نوره شمه نه لري بې هوښه دي. کيدای سي استراحت دوی بيرته تکړه کړي. ملگرو ملتونو اعلان کړی دی چي «روهينگيا» قوم کيدای سي په نړۍ کي يو تر ستم لاندي قوم وي. روهينگيا هغه مسلمانان دي چي د ميانمار د لوېديځ په راخين سيمه کي ژوند کوي. ميانمار دغه قومي اقليت په رسميت نه پيژني.
په ميانمار کي د «روهينگيا» قومي اقليت ته د مهاجر په سترگه کتل کيږي چي له بنگلادش څخه دغه هيواد ته ورغلي دي. خو دوی په بنگله دش کي هم تر تعقيب لاندي دي. بنگله دش دغو کسانو ته د ښاري حقوقو له ورکولو څخه ډډه کوي.
له ۲۰۱۲م کال راهيسي تر اوسه پوري د روهينگيا قوم نزدې ۱۰۰زرو انسانانو د اوبو له لاري اندونيزيا او ماليزيا ته سفر کړی دئ. انساني قاچاقبرانو د دوغو خلکو له رنځ او درد څخه استفاده کړې او له هغوی څخه د پيسو په اخيستلو سره ئې دوی په داسي کښتيو کي د سمندر د څپو غيږي ته ورکړي دي چي په يوه څپه ټوټه ټوټه کيږي. تر اوسه ډيري کښتۍ ډوبي سوي دي.
ويل کيږي چي په ۲۰۱۴م کال کي د روهينگيا قوم نزدې ۸ زره کسان انساني قاچاقبرانو تښتولي دي او په کب نيولو کي اجباري کار ځني اخيستل کيږي.
د قومونو د ملاتړ نړيوال سازمان د راپور له مخي تښتول سوي کسان په تايلند کي اجباري کورونو ته اړ سوي دي او په کمپونو کي ژوند کوي.
د تايلند په غير قانوني کمپونو کي له «روهينگيا» قوم سره سخت چلند کيږي، شکنجه کيږي او جنسي تيري ورباندي کيږي. د دوی ډيري په دغو مراحلو کي وژل کيږي. څه مونده دمخه د تايلند د جنوب په ځنگلونو کي يوه ډله ييز قبر وموندل سو. په دغه قبر کي ۳۰ انسانان ښخ سوي ول.
د کډوالو په برخه کي د ملگرو ملتونو کميسارۍ اعلان کړی دئ، چي يوازي د ۲۰۱۵م کال په لومړيو درو مياشتو کي د دغه قوم ۲۵ زرو کسانو تلاښ کړی دئ چي د اوبو له لاري اندونيزيا او ماليزيا ته ځانونه ورسوي. دغو کسانو ويلي دي چي «د ژوندي پاتېدو له پاره د تښتي يوازنی لار سمندر دئ.»
د اندونيزيا دولتي چارواکو اعلان کړی دئ، چي انساني قاچاقبران دغه کډوال وروسته له هغه چي ساحل ته نژدې سره له کښتيو اوبو ته اچوي.
اندونيزيا د ډيرو کډوالو منلو ته تياري نه لري. هغوی دغو پنا غوښتونکو ته اضطراري مرکزونه په اختيار کي ورکړي دي. د دغو پنا غوښتونکو ډير ئې روغتونونو ته انتقال سوي دي.
اوس ډير مرستندويه ټولني د اندونيزيا په آچه ولايت کي پنا غوښتونکو ته خپلي مرستي رسولي دي.
د «روهينگيا» قوم د هغو انسانانو چي اندونيزيا او ماليزيا ته ئې ځانونه رسولي دي، راتلونکې معلومه نه ده. تر اوسه پوري دا روښانه نه ده چي دوی ته به په دغو هيوادونو کي ځای ورکړل سي او کنه. په پلان کي ده چي يو نړيوال سازمان به د دوی د ژوند کولو ځای وگوري او وروسته بيا پريکړه وکړي.