انځورونه: په بامیان کې د ښځو د سکي څلورمه سیالۍ
د ښځو د سکي څلورمه سیالی په بامیان کې جوړه شوه. دغه سیالي د دې ولایت د سیلانیانو د اتحادیې له خوا د سکي د ودې او همداراز د سیلانیانو د جذبولو په موخه په لاره اچول شوې ده.
په بامیان کې د سکي سیالي د سکي د نړیوالو سیالیو له پیلیدو یوه ورځ وروسته پیل شوه.
دغه لوبه د بامیان ولایت د سیلانیانو د اتحادیې له خوا د اغاخان د بنسټ په مرسته په لاره اچول شوې ده.
افغان سکي کوونکي د دې هیواد له بیلابیلو ولایتونو څخه بامیان ته راغلي دي.
په دې سیالۍ کې معصومي لومړی مقام وگاټه. تر هغې وروسته دوه نورو نجونو چې دواړه زهرا نومیدې دویم او دریم مقامونه خپل کړل.
په افغانستان کې د سکي د مناسبو میدانونو د نه شتون له کبله د سکي کوونکو شمیر ډیر کم دی.
ډیر شمیر افغان ښځینه سکي کوونکې د بامیان او نورو مرکزي ولایتونو اوسیدونکې دي.
بامیان د افغانستان یو له آرامو ولایتونو څخه دی چې ښځې کولای شي په کې له آرامۍ سره تمرینونه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د بامیان ولایت چارواکي وایي چې اوس هم د ښځو له پاره د سکي مناست تمرینځایونه نه شته.
ډیر شمیر سیلانیان بامیان ته ورځي ترڅو د دې ولایت تاریخي ځایونه وویني. د دې ولایت امنیت هم په نسبي ډول ښه دی.
دا څلورم کال دی چې په بامیان کې د سکي سیالۍ کیږي.
په تیرو کلونو کې یو شمیر افغانانو چې په بهر کې ژوند کوي هم په دغو سیالیو کې گډون کړی وو.
د بامیان ولایت چارواکي وایي چې که مرکزي حکومت ورسره مرسته وکړي نو دغه ولایت د سکي په برخه کې ښو سیالیو د په لاره اچولو قابلیت لري.