انځورونه: په افغانستان کې پسرلنۍ میلې
د پسرلي له رارسیدو سره په افغانستان کې هم میلې پیل شوې دي. افغانان په دې فصل کې د غرو لمنو ته له خپلو کورنیو او ملگرو سره ځي ترڅو له پاکې هوا او طبیعت څخه خوند واخلي.
د پسرلي له پیلیدو سره د نوروز میلې هم پیلیږي. افغانان له خپلو کورنیو سره نوروز لمانځي او د غرونو لمنو ته ورځي.
په نوروز کې ماشومان د هغو پیسو په مرسته چې له خپلو خپلوانو یې په نوروز کې د ډالۍ په توگه ترلاسه کړي وي د تفریخي ځایونو ته ورځي.
د افغانستان په ځینو برخو کې د کال په وروستۍ او لومړۍ چهارشنبو هم میلې کیږي. په دې ورځو کې هم خلک د غرونو لمنو ته ورځې تر څو له له پاکې هوا خوند واخلي.
په خاصه توگه د افغانستان په شمال کې د «سبزه لگد» په نوم میلې کیږي. د نوي کال پر دریارلسمه ورځ یو شمیر افغانان د غرونو لمنو ته ورځي او هغه سبزي چې یې د نوروزي دسترخوان له پاره چمتو کړي وي اوبو ته وراچوي. هغوی په دې اند دي چې دا کار ورته د کال په جریان کې روغتیا بخښي.
په افغانستان کې تر ټولو مشهوره پسرلنۍ میله د «گل سرخ» میله ده. د دې میلې پر مهال د افغانستان له نورو ولایتونو څخه هم یو شمیر کورنۍ مزار ته ورځي. دغه میله د څلویښتو ورځو له پاره دوام کوي.
د میلو پر مهال یو شمیر خلک د اوبو ترڅنگ کباب پخوي او هغه له خپلو کورنیو او ملگرو سره یو ځای خوري.
په وروستیو وختونو کې په افغانستان کې د پارکونو او د تفریح ځایونو شمیر هم ډیر شوی دی.
د افغانستان د کورنیو جگړو پر مهال ډیرو سیمو ته هم زیان رسیدلی وو خو هغه په وروستیو دولسو کلونو کې بیا رغول شوي دي مگر اوس هم په دې هبواد کې په کافي اندازه د تفریح ځایونه شتون نه لري.
تر اوسه پورې ډیر وخت یاغیانو پر تفریح ځایونو باندې بریدونه کړي دي چې په پایله کې یې ډیر شمیر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړي دي. خو اوس هم ډیر افغانان دغو ځایونو ته ورځي.