انځورونه: په افغانستان کي پلاستيکي وسلې منع سوې
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی دئ، چي پلاستيکي وسلې او د بازيو هغه سامانونه چي د تاوان رسولو سبب کيږي منع دي. په جنگ ځپلي افغانستان کي پلاستيکي وسلې د کوچنيانو له پاره تر ټولو د ساتيري شيان دي.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت له هغه وروسته چي د بازيو په وسلو د کوچني اختر د خوښيو په ورځو کي په لسونو کوچنيان ټپيان سول منع اعلان کړې. د دغه وزارت وياند د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چي له ټولو امنيتي ځواکونو څخه ئې د دغه شان اسبابو د پلولرو مخنيوی وکړي.
پلاستيکي وسلې په افغانستان کي د کوچنيانو د بازيو (لوبو) تر ټولو د خوښي سامان دي. په افغانستان کي له لسونو کلونو راهيسي جنگ دئ. د کورنيو چارو وزارت اوس تلاښ کوي چي د سوداگرۍ له وزارت او اطاق سره په گټه د دغه شان سامانونو د واردولو مخه ونيسي.
د بازيو دغه خطرناکه پلاستيکي وسلې له پاکستان، چين او ايران څخه افغانستان ته وارديږي او په دغه هيواد کي د کوچنيانو د لوبو پر اسبابو هيڅ څار نه سته.
په افغانستان کي د کوچنيانو له پاره د وسلو بازۍ يو عادي کار گرځېدلی دئ. په ځانگړې توگه بيا د اختر په شپو او ورځو کي. په دغو ورځو کي کوچنيان پلاستيکي وسلې رانيسي او په کوڅو کي يو له بل سره په جنگيږي.
په دغو ورځو کي په افغانستان کي داسي کوڅه نسته چي د کوچنيانو د بازيو سامان دي نه پکښې پرول کيږي او په هغه کي دي بيا وسلې نه وي.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخي د پلاستيکي وسلو په لوبو کي د ډيرو ټپيانو سوو کوچنيانو سترگو ته تاوانونه رسېدلي دي. ويل کيږي چي په دغو ورځو کي ډېر کوچنيان روغتونو ته رسول سوي دي.
ډاکټرانو ويلي دي چي هغه ماشومان چي په سترگو کي ټپيان سوي دي کيدای سي کرار کرار يې سترگي کمزروه سي.
يوه بله ستونزه روحي ده چي کوچنيان ورسره مخامخ دي. د کارپوهانو په اند هغه کوچنی چي اوس وسله په لاس کي گرځوي او هره ورځ بازی ورسره کوي، کيدای سي چي غټوالي کي وسلې ته مخه کړي.
ځني پلرونه کوچنيانو ته پر پلاستيکي وسلو رانيولو سر بيره حتي د جهاديانو کالي وراغوندي.
نزدې څلوېښت کاله کيږي چي افغانستان د جنگ په دام کي راگير دئ.
په افغانستان کي د وسلو لرل د حاکميت، شخصيت او شتمن توب معني لري. کله چي کوچنيان د مشرانو دې کارونو ته گوري نو سره له اوسه لا له وسلو سره مينه پيدا کوي.