انځورونه: په آلمان کي د مهاجرو استوگنځایونه
په آلمان کي د مهاجرو فدرالي ادارې په ۲۰۱۵م کال کي د ۳۰۰ زره په شاوخواکي مهاجرو د راتگ اټکل کړی وو. اوس گومان کیږي چي د پناه غوښتونکو شمیر به تر دې څو واره لوړ وي خو دغه مهاجر به چیري ځای پر ځای کیږي؟
درې میاشتي په لومړي کمپ کي
هغه کډوال چي آلمان ته ځانونه رارسوي، سمدلاسه لومړي کمپ ته لېږدول کیږي. دغه شان يو کمپ د راینلند فالڅ ایالت په تریر سیمه کي دی، چي نزدې د۸۵۰ تنو له پاره ځای لري. تر دې وروسته بیا مهاجر کوم بل ښار او یا هم کوم کلي ته استول کیږي چي د ژوندانه شرایط يې توپیر لري.
مؤقتي کمپونه
په آلمان کي د کډوالو له پاره زیاتره ځایونه ډک سوي دی او اوس د ددولتي ودانیو او سالونونو څخه د کډوالو د استوگنځایونو په توگه کار اخیستل کیږي. د نورد راین ویستفالن ایالت په «هام» ښار کی د «آلبرت فیشر» په سالون کي د ۵۰۰ تنو مهاجرو ځايونه جوړ سوي دي. دغه سالون ۲۷۰۰ متر مربع مساحت لري او په اوسپنیزو ميلانو پر مؤقتي خونو ویشل سوی دی. چي په هر یوه کي یې ۱۴ چپرکټونه ځاییږي.
په جمنازيم کي ځای پر ځای کول
د ډیرو کډوالو راتگ د هغو له پاره د سرپناه جوړولو په برخه کي ستونزي جوړوي. د بېلگې په توگه د جولای میاشتي په نیمايي کي باید د آخن ښار په یوه لنډ وخت کي د ۳۰۰ مهاجرو له پاره استوگنځايونه تیار کړي وای. یوازنۍ لاره داوه چي د یوه مکتب له ورزشي جمنازيم څخه استفاده سوې وای. مرسته کوونکي هلته چپرکټونه ږدي او اطاقونه یې د مهاجرو راتگ ته آماده کوي.
د مؤقتي خیمو جوړول
په وروستیو وختونو کي په آلمان کي ډیري مؤقتی خیمې جوړیږي. همدارنگه د زاکسن انهالت ایالت په مرکز کي د مؤقتي خیمو په لرلو سره د یوه کمپ جوړول ددې زمینه برابره کړه چي ډیر زیات مهاجر هلته ځای پر ځای سي. په اوس وخت کي د دوبي په موسم کی په مؤقتی ډول له دغو خیمو څخه استفاده کیږي خو د ژمي په راتگ سره باید نور استوگنځایونه جوړ سي.
په درسدن کي یو کمپ
اوس تر ټولو لوی کمپ د آلمان په ختیځ درسدن ښار کي دی. په دغه کمپ کي ژوند کول آسانه نه دی. تشناب ته د تلو له پاره باید په اوږدو کتارونو کي انتظار وایستل سي. همدارنگه کډوال مجبور دي د ډوډۍ اخیستلو له پاره هم ډیر منتظر پاته سي. په دغه کمپ کي د ۱۵ هیوادونو نزدې ۱۰۰۰ مهاجر ژوند کوي. په راتلونکو ورځو کي به لا ډیر مهاجر دلته ځای پر ځای سي.
په کاتینرونو کي ژوند
د آلمان په ډیرو ځایونو کي داسي کانتینرونه جوړیږي چي مهاجر ژوند پکښې کولای سي. له ۲۰۱۴م کال راهيسي په تریر کمپ کي نزدې ۱۰۰۰ مهاجر ژوند کوي.
د کډوالو پر کمپونو یرغلونه
د کډوالو پر استوگنځایونو یرغلونه هم کیږي. لکه په دغه عکس کي چي لیدل کیږي د جولای میاشتی پر اتلسمه نېټه د اطفائیې کارکوونکي د بادن ورتمبرگ ایالت په هغه ودانۍ کي د اور وژلو په حال کي دي چی د کډوالو د اوسیدو له پاره په نظر کي نیول سوې وه.
سیاستوال لاس په کار کیږي
د آلمان د صدراعظمي مرستيال زیگمار گابریل د جولای مياشتي پر ۳۱ مه د میکلنبورگ فورپومرن ايالت د ولگاست په سیمه کي د کډوالو په یوه مرکز کي له کوچنیانو سره خبري وکړې. په دغه ځای کي د ۳۰۰ په شاوخواکي مهاجر اوسیږي. دغه سیاستوال د آلمان له فدرالي دولت څخه د ښارونو او سیمو د اوسیدونکو له پاره د مالي مرستې غوښتنه وکړه.
د کډوالو له پاره نوي ودانۍ
د دې له پاره چي د کډوالو له پاره مناسب ځایونه رامنځته سي، د آلمان په ډیریو سیمو کي نوي کورونه جوړیږي. لکه دلته د بایرن ایالت په نورنبرگ کي د اکنتال سیمه. د نوو ښاري کورونو دغه ډول مجموعه د ۶۰ تنو له پاره جوړیږي. د کډوالو لومړۍ ډله باید د ۲۰۱۶م کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه دلته راکډه سي.
نوري مؤقتي لاري چاري
البته تر هغه وخته پوري چي د کډوالو له پاره د نوو ودانیو د جوړولو کار پای ته رسیږي، د هغوی له پاره ځیني مؤقتی سرپناوي جوړیږي. لکه دلته د مونشن د صنعتي پارک په سیمه کي. په دغه ځای کي د مرستندویه سازمانونو د ۱۷۰ تنو په شاوخواکي کارکوونکو، په نیمه شپه کي په یوه کمپ کي څو خیمې ودرولې چی د ۳۰۰ چپرکټونو له پاره ځای لري.