انځورونه: پاکستان بنگله دیش ته ماتې ورکړه
د کریکیټ نړیوالې شل اووریزو سیالۍ په بنگله دیش کې تر سره کیږي. د یکشنبې په ورځ د پاکستان او بنگله دیش د لوبډلو تر منځ لوبه وشوه. په دغه لوبه کې پاکستان بنگله دیش ته ماتې ورکړه.
د بنگله دیش د میر پور، په ښار کې د «شیر بنگله» په نوم په لوبغالې کې د پاکستان او بنگله دیش د لوبډلو تر منځ لوبه وشوه. پاکستان کوربه لوبډلې بنگله دیش ته په ۵۰ منډو ماتې ورکړه.
په دغه لوبه کې پاکستان ټاس یا پچه وگټله او خپله یې منډو جوړولو ته ملا وتړله. د پاکستان اوپنر احمد شهزاد د ښه لوبې له کبله پاکستان په ټاکل شوو ۵۰ اوورونو کې د پنځو لوبغاړو پر سر ۱۹۰ منډې جوړې کړې.
شهزاد احمد په دغه لوبه کې پر ۶۲ توپونو ۱۱۱ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه نا سوځیدلی پاتې شو. هغه دغه منډې د ۶ شپږیزو او ۱۰ څلوریزو پر مټ جوړې کړې.
دا په نړیوالو شل اووریزو لوبو کې د احمد شهزاد لومړنۍ سلیزه ده. د احمد شهزاد او شعیب ملک تر منځ شراکت، ۸۳ مڼدې زیاتې کړې.
د دغه لوبې وروستي اوورونه په زړه پورې وو او په وروستیو دوو اوورونو کې پاکستان ۴۴ منډې جوړې کړې.
د کوربه لوبډلې له لوري په توپ اچونه کې عبدالرزاق تر ټولو ښه وځلید. هغه څلور اوورنه وکړل او دوه لوبغاړي یې وسوځول.
د کوربه لوبډلې له لوري محمود الله، شیکب الحسن، او الامین حسن هم د پاکستان یو یو لوبغاړی وسوځاوه.
د بنگله دیش لوبډلې د ۱۹۱ منډو د هدف پوره کولو له پاره ملا وتړله، خو په ټاکل شوو ۲۰ اوورونو کې یې د ۷ لو بغاړو په سوځیدو سره ۱۴۰ منډې جوړې کړې.
د کوربه لوبډلې (بنگله دیش) لومړنی لوبغاړی هغه وخت وسوځید چې ۳۰ مجموعي منډې یې جوړې کړې وې. تر هغې وروسته یو په بل پسې د بنگله دیش لوبغاړي وسوځیدل او یو وخت یوازې د ۴۷ پر مجموعي منډو د بنگله دیش څلور لوبغاړي سوځیدلي وو.
د پاکستان توپ اچوونکی عمر گل ښه وځلید. هغه په څلورو اوورنو کې درې لوبغاړي وسوځول. سعید اجمل دوه او شاهد آفریدي او ذوالفقار بابر یو یو لوبغاړی وسوځاوه.
تر دې دمخه پاکستان دوه لوبې کړي او دوه پواینټونه یې اخیستي دي. د بنگله دیش لوبډلې ته د ماتې ورکولو وروسته، سیمي فاینل ته د رسیدو له پاره د راتلونکي سه شنبې په ورځ تر سره کیدونکي لوبه ډیره مهمه ده.
دغه لوبه د پاکستان او ویسټ انډیز تر منځ تر سره کیږي. که چیرې پاکستان دغه لوبه وگټي نو سیمي فاینل ته به لار ومومي.
بنگله دیش د خپلو دریو واړو لوبو د بایللو له کبله، له دغه ټورنامنټ څخه ووت.