انځورونه: هغه معلولان چې له نورو معلولانو سره مرسته کوي
په لسګونو هغه انسانان چې په افغانتسان کې د جنګ له کبله يې د بدن غړي له لاسه ورکړي دي، په هرات کې د سره صليب د نړيوالې کميټې په ارتوپيديک مرکز کې له نورو معلولانو سره مرسته کوي. دغسې قربانيان پر له پسې په زياتېدو دي.
په هرات کې د سره صليب د نړيوالې کميټې په ارتوپيديک مرکز د ۱۹۹۳ کال په جنورۍ کې تاسيس شو. دغه مرکز د هغه معلولينو په بيا ځواکمنېدو کې مرسته کوي چې د افغانستان په جګړو او تاوتريخوالو کې يې د بدن غړي له لاسه ورکړي دي. تهيه کوونکی: شعيب تنها/هرات
د ورځې ۸۰ تر ۱۰۰ پورې معلول انسانان چې اکثريت يې د ماين په چاودنه او وسلوالو بريدونو کې لاس يا پښه له لاسه ورکړې ده، د مصنوعي عړو د تر لاسه کولو له پاره مرکز ته مراجعه کوي.
د قالب نيونې په څانګه کې په اوسط ډول د ورځې د ۱۵ کسانو له پاره مصنوعي لاسونه او پښې اندازه کيږي. دغه مصنوعي غړي وروسته بيا په فلزي فقسو کې اچول کيږي او لوی والی يې عياريږي. هغه ورپسې معلولينو ته د امتحان او استفادې له پاره ورسپارل کيږي.
د بيا ځواک موندلو د دغه مرکز اتيا کارکوونکو خپله معلولان دي چې لاسونه او پښې يې له لاسه ورکړې دي. باز محمد شيرزی (کيڼ لوري ته په ويلچر کې) چې دواړه پښې يې د ماين په چاودنه کې له لاسه ورکړې دي، له ډېرې مودې راهيسې د نورو معلولينو له پاره مصنوعي غړي جوړوي.
۶۰ کلنه رحشانه د بادغيس ولايت د قلعه نو د ښار اوسېدونکې د افغانستان د دولت د مخالفينو د راکټ توغوندې په پايله کې خپله پښه له لاسه ورکړې ده. رخشانه له مصنوعي پښې سره اوس تمرين کوي چې د دې لپاره جوړه شوې ده.
رحشانه وايي چې د مصنوعي پښې سره اوس هغه ښه مزل کولای شي او په ژوند کې يې بيا هيله راټوکېدلې ده. هغه يوه هيله لري، هغه دا چې له نورو جنګي معلولينو سره مرسته وکړي.
له کيڼ تر ښي لوري: ۱ وکيل احمد د هرات پوهنتون د انجينرۍ د پوهنځي محصل په جنګ کې د مرمۍ خوړلو په پايله کې پښه له لاسه ورکړې ده. ۲ رشيد د نيمروز اوسېدونکی، ايران ته د وراوښتلو په وخت د ايران د ايراني انتظامي ځواکونو د ډزو په پايله کې خپله پښه له لاسه ورکړه. ۳ محمد ظاهر د سره صليب کارکوونکی دی. د ده د پښې د قطع کېدلو علت د شمالي سالنګ په سيمه کې د ماين چاودنه وه.
رنګين خان د راکټ تر لګېدنې په پايله کې خپلې پښې له لاسه ورکړې او له دوو مياشتو راهيسې په هرات کې تر درملنې لاندې دی. د شهدا او معلولينو د وزارت د شمېرو له مخې په افغانستان کې۱۱۰ زره جنګي معلولان ثبت شوي دي. خو اصلي شمېرې لا لوړې دي او د جګړو په نتيجه کې يې شمېر لا پسې ډېريږي.
عارف شاه اووه کلن او د هرات ولايت د اوبه د ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې پښه يې د لاسي بم په چاودنه کې قطع شوې ده. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په افغانستان کې د قربانيانو په منځ کې د ماشومانو او ښځو شمېر هم په زياتېدو دی.
ډېري هغه مراجعين چې د هرات د ارتوپيدۍ مرکز ته مخه کوي، له هرات، فراه، غور، بادغيس او نيمروز ولايتونو څخه راغلې ښځې او ماشومان دي. سږ کال ۳۰۰ نورو کسانو هم دغه مرکز ته مراجعه کړې ده.