انځورونه: له يمنه جيبوتي ته تېښته
په سوونو يمنيان په دغه هيواد کي د وسله وال کړکېچ له کبله د عدن له لاري جيبوتي ته تښتېدلي دي. جيبوتي د مځکي پرمخ يو له فقيرو هيوادونو څخه دئ. په دغه انځوريز راپور کي په دغه غريب هيواد کی د يمنيانو ژوند انځور سوی.
ډېر يمنيان چي جيبوتي ته ځي لومړی د دغه هیواد مرکز ته رسيږي چيري چي د دغه هيواد دوه پر دريمه برخه انسانان ژوند کوي او ۵۰ سلنه ئې بې کاره دي. له هغه ځايه بيا دوی د دغه هيواد شمال لوېديځ ته انتقالېږي.
ملگرو ملتونو د مرکز په نوم کډوالو ته يو کمپ جوړ کړی دئ. دغه کمپ د جيبوتي هيواد په بندري ښار اوبوک کي جوړ سوی دئ او ټول يمني کډوال دغه کمپ ته انتقاليږي.
په دغه کمپ کي ډيري يمنۍ کورنۍ له خپلو کوچنيانو سره هم ژوند کوي. دا چي د دغو کوچنيانو کوچنيوالی به څرنگه تيريږي روښانه نه ده. خو لږ تر لږه دوی دلته خوندي دي.
خو کوچنيان خپل ساتيري کوي او په کمپ کي فوټبال کوي. د ملگرو ملتونو د معلوماتو له مخي په يمن کي نزدې ۸ ميليونه کوچنيان او تازه ځوانان د جنگونو عواقبو گواښلي دي. په يمن کي درملو او د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی ډېر ستونزمن دی. خو په دغه کمپ کي دوی ته ور رسيږي.
په دغه ساحل کي د ورځي له خوا هوا ډېره گرمه وي چي حتي ۴۰ درجو ته رسيږي. د شپې له خوا هم هوا تر ۳۰ درجې نه کميږي.
د جون مياشتي په لومړيو کي ملگرو ملتونو اټکل وکړ چي په يمن کي نزدې ۱۶ ميليونه انسانان مرستو ته اړتيا لري. دا د دغه هيواد د نقوس دوه پر دريمه برخه ده.