انځورونه: سړه هوا او په افغانستان کې بې ځایه شوي ماشومان
د ملگرو ملتونو د شمېرو له مخې د تیر میلادي کال تر پايه پوري په افغانستان کې د بې ځایه شوو کسانو شمیر ۱،۳ میلیونو کسانو ته رسیدی چې لا هم مخ پر لوړیدو دی. سړه هوا د ماشومانو او زړو کسانو له زغم څخه وتلې ده.
د هرات په لس کیلومترۍ کې په دغه ځای کې د بادغیس، غور او فراه ولایتونو په لسونو بې ځایه شوې کورنیو په خیمو کې اړولي دي.
دغو خلکو شپږ میاشتي دمخه خپلي سیمې د جگړو او نا امنیو له کبله پرې اښي او د هرات ښار په اطرافو کې یې د شیدایي، په سیمه کې پناه اخیستې ده.
د ژمې سړې هوا د دغو خلکو ژوند، چې په خیمو کې یې تیروي تریخ کړی دی. د دغو خلکو ډیری یې آن د ژوندانه لومړنیو اړتیاو ته لاس رسی نه لري.
تر ټولو زیات ماشومان او زیات عمر لرونکي کسان له خطر سره مخامخ دي. یخنۍ وهل، د څښاک له غیر صحي اوبو څخه د استفادې له کبله د ساري ناروغیو رامنځ ته کیدل او خوار ځواکي هغه څه دي چې دغه خلک یې له گواښ سره مخامخ دی.
د دغو خیمو زیاتره ماشومان چې ناروغه شوي دي، نو روغتیایي خدماتو ته یې لاس رسی نه درلود. لکه دغه ځوان چې پښه یې ماته شوې ده او د درملنې امکانات یې نه لري.
د ملگرو ملتونو د ارقامو له مخې په تیر میلادي کې د افغانستان دننه د جگړو له کبله ۳۰۰ زر خلک له خپلو ټاټوبو بې ځایه شوي دي او په تیره یوه نیمه لسیزه کې په مجموعي توگه د هغوی شمیر لوړې سطحې ته رسیدلی دی.
دغه خلک مرستو ته سترگې پر لاره دي، خو داخلي او بهرنۍ مرستندویه ادارې د بودجې د کموالي او یوه بحراني وضعیت څخه یادونه کوي.
د هیواد دننه د ډیر شمیر بې ځایه شوو کډوالو سربیره، له گاونډیو هیوادونو پاکستان، ایران او همداشان له اروپا څخه د افغان مهاجرو بیرته راستنیدو ټولنیزو خدماتو په برخه کې وضعیت لا پسې خراب کړی دی.
که څه هم ستونزې ډیرې دي، د بیلگې په توگه د دغو کورینو ماشومان ښوونځیو ته نه ځي او راتلونکي یې هم نا معلومه ده خو ځینې یې پر دې توانیدلي دي چې ځانته د لمریزي بريښنا یا «سولر» تښته راونیسي، څو لږ تر لږه یې خیمه روښانه شي. خو په هر حال د خیمو د گرمولو له پاره سولر، بسنه نه کوي او باید له سوند توکې څخه استفاده وشیي. عکاس: شعیب تنها / لیکوال ر.ش