انځورونه: د گوتي له نخښي تر بیومتریکي معلوماتو
۱۲۵کاله مخکي په اول وار د گوتې له نخښې څخه د ثبوت د وسیلې په تړگه کار واخیستل سو. نن ورځ د بیومتریکي معلوماتو د ترلاسه کولو په اړه مختلف میتودونه سته، لکه جینیتیکی معاینات، ږغونه، تصویرونه او نور ارقام. انځورونه
له ۱۲۵ کلونو راهیسي په عصري جرم پیژنده کي
په ۱۸۹۱م کال کي ارجنټایني جرم پوه، ایوان ووسیتیک چی په کروشیا کي زیږیدلی وو، د گوتو د نخښو لومړی آرشیف رامنځته کړ. له هغه راهیسی د هر شخص له پاره د گوتو ځانگړې نخښه د مجرم د معلومولو په برخه کی ډیر ښه ثبوت دی. دلته یو جنایی پولیس تر غلا وروسته د مجرم د گوتي نخښې معلوموي. ددې کار له پاره هغه پر دغي نخښې باندي پوډر اچوي، څو هغه نوره هم رابرسیره سي.
په آرشیف کي د دوامداري ساتني له پاره
د یوه نښلوونکي پلاستیک په مرسته، دغه نخښه د کاغذ پر مخ انتقالیږي، څو وروسته ورباندي پلټنی وسي. پخوا به د گوتو د نخښې معلومول یو سخت کار وو، سړی مجبوره وو هره نخښه له گوتې سره مقایسه کړي. نن دغه کار کمپیوټر پرمخ بیايي.
د قلم رنگ ته اړتیا نه سته
همدارنگه له گوتي څخه د نخښي اخیستل هم په وروستیو کلونو کي بدلون موندلی دی. نن ورځ له سکن کولو څخه کار اخیستل کیږي. دغه آله په سرعت سره بیومتریک معلومات راباسي.
د نخښي په کاپۍ کي هویت څرگندیږي
د گوتې د نخښي په چاپ کي کمپیوتر مشخص ځایونه په گوته کوي. د مثال په ډول د گوتو د لیکو منځ، د هغو جلاوالی او یا هم فاصله او داسي نور. دغه ډول نخښي له یوه انسان څخه بل ته کاملاً توپير لري او حتی په غبرگولیانو کي هم ورته نه وي.
هیڅوک نه سي کولای دوه واره رایه ورکړي
د گوتي له نخښې څخه نه یوازی په جنایی برخه کي کار اخیستل کیږي، بلکي په نورو برخو کي هم، لکه دلته د نایجیریا په انتخاباتو کي. په دې ډول یو څوک نه سي کولای دوه واره خپله رایه وکاروي او همدارنگه یوازي هغه کسان رایه ورکولای سي چی نوم یې راجستر سوی وي.
څوک یو وخت چيري وو؟
د پناه غوښتني پر عریضې د کار کولو او همدارنگه د مهاجرو د قبلیدو په برخه کي هم دا پوښتنه رامنځته کیږي چي نوموړی کس اول وار د اروپايي ټولني په کوم هیواد کي وو؟ د گوتې د نخښې په ورکولو سره د هغو راجستر ډیری آسانتیاوی رامنځته کوي. په دې شرط چی ټولي ادارې د سکن آلې ولري او له هغو څخه کار واخلي.
دا زما معلومات دي!
عصري سمارت تیلیفونونه د «Touch ID » په نامه یوه وظیفه لري. د هغه درلودونکي د خپلي گوتې په نخښې سره ثابتولای سی چی د هغه مالک دی. کله چی نوموړی تیلیفون د بل چا لاس ته ولویږي نو نه سي کولای چی معلوماتو ته یې ورداخل سي.
په اطمینان سره د پیسو راایستل
د سکاتلند په دوندي کي د پیسو اتومات ماشین دا ډول ښکاري. د بانک د کارت خاوند د گوتې د نخښې په وسیله پیسې راباسي. په دې ډول کیسه بر هیڅ چانس نه لري چي ددغه کارت په وسیله ځان ته پیسې راوباسي.
په پاسپورت کي د گوتي نخښه
په آلماني او نورو پاسپورټونو کي د ۲۰۰۵م کال راهیسي د گوتو د نخښې دیجیتالي معلومات ثبت دي. دغه معلومات د پاسپورت په چیپ کي راټول سوي او د هغو څنگ ته د نوموړي شخص بیومتریک عکس هم موښلول سوی دی. همدارنگه عکس هم لکه د گوتې د نخښې په څیر د انسانانو ترمنځ توپیر ښکاره کوي.
کله چي کمپیوتر څېرې وپیژني
هغه کمپیوترونه چي دغه ډول بیومتریک معلومات پېژني، دومره عالي دي چي د نظارتي کمرو په واسطه، لټول سوی کس په گڼه گوڼه کي هم پیژندلای سي. همدارنگه په شخصی ډول انترنتی خدمات هم د مخونو د پیژندلو سیستم کاروي. د مثال په ډول غواړی د سیاحتي سفرونو د عکسونو د بسته بندۍ پر وخت په عکسونو کي د خلکو مخونه سم وپیژني.
د گوتي د جینیتکي نخښې مخترع
الیس جیفریز ته په ۱۹۸۴م کال کي د لایسیستر په پوهنتونو کي د پلټنو پر وخت دا نظر ورپيدا سو چی د DNA یا جینیتکی معایناتو څخه د انسانانو په پیژندنه کي کار واخلي. هغه په دغه تست کي په تصادفی ډول د هر انسان له پاره انفرادي شکلونه پیدا کړه. له دغو شکلونو څخه یې یو تصویر په لاس راووړ چي یو خطي کوډ ته ورته وو.
خط لرونکی کوډ د هر انسان له پاره
په آلمان کي دغه ډول د گوتو جینیتیکي نخښې د ۱۹۹۸م کال راهیسي د آلمان د جنايي ادارې د معلوماتو په بانک کي ثبتې دي. څه د پاسه ۱۸ زره جرمونه تر اوسه پوري یوازي په آلمان کی د DNA د تست په نتیجه کي معلوم سوي دي.
د بې گناهو له پاره د ژغورلو لار
ددغه تست په واسطه نه یوازي مجرم کسان پیژندل کیږي، بلکي ډیر بې گناه کسان هم له سزا گانو څخه ژغورل سوي دي. د «Innocence Project» په نامه یوې پروژې وکولای سول د امریکا په متحدو ایالاتو کي د څه د پاسه سلو تنو بندیانو بې گناهي ثابته کړي. په هغو کي د کیرک بلودس وورت په نامه په اعدام محکوم بندي هم شامل وو چي د اتو کلونو، یوولسو میاشتو او نولسو ورځو راهیسی یې خپل د اعدام د ورځي انتظار کاوه.
د قربانیانو له پاره شفافیت
په سربرینیڅا کي تر ډله ایزي وژني وروسته دغه تست کامیابه وو. د اول وار له پاره د یوې ډله ایزي وژني د قربانیانو هویت وپیژندل سو. په دغه عکس کي پنځه کلنه ایما حسنووف د خپل اکا سره خدای په اماني کوي. په سربرینیڅا کي د ۶۰۰۰ قربانیانو څخه د ډیریو هویت د DNA د تست له لاری پیژندل سوی او په دې وسیله د خپلوانو له خوا خاورو ته سپارل سوي دي.
بیومتریک په تلیفون یا کمپیوتر کي هم
بیومتریک معلومات په صوتي موجونو او دیجیتالي ارقامو کي هم موجود دي. د ږغ پیژندلو کمپیوټرونه کولای سي د هغو کسانو ږغونه برملا کړي چي په تلیفون کي نورو ته مزاحمت کوي، دا ځکه چی هر ږغ انفرادي دی. همدارنگه په انترنت کي هم یو کس له ځانه ډیري نخښې پریږدي چی په انفرادي شکل باندی پلټنی ورباندي کیدای سي.