انځورونه: د کابل اوسیدونکي د بریدونو قربانیانو ته وینه ورکوي
په کابل کې د جمعې ورځې بریدونو په پایله کې ۵۱ کسان ووژل شول او په سلهاو تنه نور بیا ټپیان شول. د دې ښار اوسیدونکو له ټپیانو سره د مرستې په موخه د وینې ورکوونې کمپاین په لاره اچولی دی.
د شنبې په ورځ د کابل په سلهاو اوسیدونکي د روغتونونو مخې ته ولاړ ول ترڅو د جمعې ورځې بریدونو قربانیانو ته چې شمیر یې سلهاو تنو ته رسیده وینه ورکړي.
د کابل د جمعې ورځې په بریدونو کې ۵۱ کسان ووژل شول او په سلهاو نور ټپیان شول. تپیان چې د کابل بیلابیلو روغتونو ته وړل شوي دي اوس وینې ته اړتیا لري.
دغه افغانان د شنبې په ورځ د کابل په پارک زرنګار سیمه کې راټول شوي ول او د افغانستان د وینې بانک ته یې خپله وینه ورکوله ترڅو د بریدونو قربانیانو ته ورکړل شي.
د افغانستان د وینې بانک چارواکي وايي چې په چاودنو کې ټپي شوي کسان ډیرې وینې ته اړتیا لري خو هغوی زیاتوي چې ډیر شمیر افغانان بیا د وینې ورکولو ته چمتو شوي دي.
افغانانو پر کابل باندې وروستي بریدونه غندلي دي او پر حکومت باندې یې غږ کړی دی چې د کابل او افغانستان نورو سیمو د امنیت ټینګولو له پاره لا کلک تدابیر ونیسي.
د جمعې ورځې بریدونه په وروستیو کلونو کې پر دغه ښار باندې د طالبانو تر ټولو سخت بریدونه وو.
د جمعې ورځې بریدونه همداراز د طالبانو د نوي مشر ملا اختر محمد منصور، تر ټاکل کیدو وروسته پر پلازمینه کابل باندې د دې ډلې لومړی برید دی.