انځورونه: د ښځو د لنډو ورېښتانو جنجالي تاريخ
په ډيرو ټولنو کي اوږده ورېښتان د ښځي ښکاره ثبوت دی. خو کله چي ښځه خپل ورېښتان لنډ کړي بحثونه راپورته کوي. ولي د ښځو لنډ ورېښتان له غبرگونونو سره مخامخ کيږي؟
په ډيرو ټولنو کي اوږده ورېښتان لرل ښيي چي هغه ښځه ده. که چيري يوه ښځه خپل ورېښتان د نارينه په شان لنډ کړي، تر پوښتني لاندي راځي. جالبه ده چي په ډيرو ټولنو کي هغه ښځه چي خپل ورېښتان لنډ کړي له ډول ډول غبرگونونو سره مخامخ کيږي.
يو شمېر خلگ په دې باور دي چي د ښځي لنډ ورېښتان د «جلا والي» نخښه ده او هغه ښځي چي له خپل مېړه يا ملگري څخه جلا سوي وي په اول قدم کي خپل ورېښتان لنډوي.
يو بل غبرگون بيا دادی چي وای د ښځي لنډ ورېښتان پر دې باندي دلالت کوي چي هغه هم جنس بازه ده.
که څه هم اوس په ډيرو ټولنو کي هغه نارينه چي اوږده ورېښتان ولري په ښځو کي نه شمېرل کيږي، خو که بيا ښځه ورېښتان لنډ کړي هغه په نارينه وو کي شمېرل کيږي.
په هغو ويبسايتونو کي چي د ښځو پرخلاف راپورونه خپروي د ښځو لنډ ورېښتان ئې د دې نخښه بللې ده چي ښځي په خپل ځان کي کمښت احساسوي. خو دغه عکس د هغوی جواب ورکوي. هغه ښځي چي بې له ځنډه په کار پسي تلاښ کوي کولای سي چي تر ډيرو سترو مقامونو پوري ورسيږي.
د فرانسې يوه ملي اتله ژاندارک، چي لنډ ورېښتان او د نارينه څېره يې لرله له بريتانيا سره په سلکن جنگ کي ډېره پياوړې ښځه وه. دغه زړوره ښځه بيا د کليسا له خوا محاکمه او وسځول سوه. (په انځور کي ميلا يووويچ د ژاندارک په رول کي).
جالبه دا ده چي فرانسوی سلمان موسيو انتوان چي په ۱۹۰۹م کال کي ئې د ښځو لنډ ورېښتان کيدای سي دا به لومړی وار وو، وړاندي کړل، وويل چي الگوی د دغه مدل له پاره جوړه وه.
کوکو شانل چي د مد پر نړۍ باندي ئې ډېره اغېزه کړې هم يوه له هغو ښځو څخه ده چي په ۱۹۲۰م کلونو کي ئې جرات وکړ چي خپل ورېښتان لنډ کړي.
په ۱۹۶۰ميلادي لسيزه کي يووار د ښځو د لنډو ورېښتانو مد د هغه وخت په ځوان نسل کي دود وموند او په دې کي تر ټولو سينما ښه رول ولوباوه.
په هاليوود کي آندرې هپيوزن هم له هغو فيلمي لوبغاړو څخه وه چي په ۱۹۵۰مېلادي لسيزه کي په خپلو فيلمونو کي په لنډو ورېښتانو کي راڅرگنده سوه.
په ايران کي هم گوگوش وه چي په ۱۳۵۰ لمريز کال کي په لنډو ورېښتانو کي راڅرگنده سوه. چي وروسته بيا دغه مدل په «گوگوشي مدل» شهرت وموند چي په افغانستان کي به هم ښځو او نجونو کاوه.
خو لنډ ورېښتان ولي «مردانه» بلل کيږي؟ ارين تاتوم په (Everyday Feminism) ويبسايت کي ليکي: «دغه غلطي له هغه ځايه راځي چي يو نارينه بايد داسي نه وي لکه ښځه او برعکس هم».
داسي ښکاري چي ټول ټولنيز غبرگونونه هم له دې څخه سرچينه اخلي چي لنډ ورېښتان ښځي نارينه ته ورته کوي. (انځور په برليناله کي د ان هتوی دی).
جالبه دا ده چي د ورېښتانو لنډولو پريکړه د ښځو پر «نفس باندي اعتماد» له بحث سره هم پيوند سوې ده.
ولي بايد د لنډو ورېښتانو لرونکي ښځي هم هغه شان ښځي ونه بلل سي چي اوږده ورېښتان لري؟