انځورونه: د فرخندې قتل په تمثیلي پارچه کې وړاندي شو
د فرخندې د قتل پر۴۰مه ورځ په کابل کې د ښځو د حقوقو د فعالانو، مدني ټولنو د استازو او خلکو له لوري یو لاریون وشو. د شاه دو شمشیره مسجد ته څیرمه د فرخندې قتل په تمثیلي پارچه کې وړاندي شو.
ټولي سترگې د هغې توري پردې، لور ته اوښتي دي چې د شاه دو شمشیره مسجد ته څیرمه راځړول شوې ده. په سلونو کسان په بې صبرۍ سره انتظار باسي چې څه پیښیږي.
ناڅاپه توره پرده پورته کیږي او یوه نجلۍ چې تور کالي یې اغوستي دي، جادوگرانو ته وایي چې په تعویذ ورکولو سره خلک تیر نه باسي او د خلکو له آزارولو څخه لاس واخلي.
د تعویذ لیکونکو او د دغي نجلې تر منځ تا ویلې ما ویلې څو دقیقي دوام کوي، د شور ماشور په ترڅ کې دا غږ هم تر غوږو کیږي چې «کافري نجلۍ ولې دې قرآن وسوځاوه، ته باید د قرآن په څیر وسوځول شي.»
د هري شیبې په تیریدو سره جنجال لا پسې زور اخلي. تعویذ لیکونکي په لږ لوړ غږ سره دغه نجلۍ د قرآن په سوځولو تورنوي. د هرې دقیقي په تیریدو سره د احساساتي ځوانانو شمیر زیاتیږي. د نجلۍ وهل او ټکول پیلیږي.
خلکو د قهریدلې گڼې گوڼې څخه یو ټیټ غږ راپوته کیږي او فریاد کوي چې «ما قرآن نه دی سوځولی.» خو څوک دغه غږ ته غوږ نه نیسي. څو شیبې وروسته نوره دغه نجلۍ ژوندۍ نه ده.
په دغه لاریون سره مدنې ټولنو غوښتل چې وښيي چې فرخنده څومره په رحمې سره وژل شوې ده. فرخنده د روان لمریز کال تر پیلېدو یوه ورځ دمخه په شاه دوشمشېره زيارت کې ووژل شوه.
لاریون له شاه دوشمشیره جومات څخه پيل شو او د ښار ته مرکزه یې ادامه ومونده. د لاریون گډونوالو د عدالت غوښتنې شعارونه ورکول.
په دغه لاریون کې د فرخندې د کورنۍ غړو هم حضور لاره. لویې څارنوالۍ هم ویلي دي چې د فرخندې د قتل دوسیې یې اړونده محکمې ته سپارلي دي.