انځورونه: د شتمنو او بې وزلو تر منځ مخ پر ډیریدونکی توپير
په غیر مساویانه توگه د مالي امکاناتو ویش په پاکستان کې د شتمن او بیوزلو تر منځ د واټن د ډیریدو سبب گرځیدلې دی. چارواکي او بډای خلک ورځ تر بلې هوسا کیږي او د بیوزلو ستونزې مخ پر ډیریدو دي.
په اسلام آباد کې د «سنټارس» په نوم دغه تجارتي کمپلکس په درې نیم سوه ميلیونه ډالره لگښت جوړ شوی دی. د نوي ډیزاین په دې کمپلکس کې د مختلفو جامو دوکانونه او د ژر تیاریدونکو امریکا خوړو(فاسټ فوډ) کاروبار په ډیر بریالیتوب سره پر مخ روان دی.
د اسلام آباد د ائي الیون په سکټر کې د خامه کورونو یو کلی چې هیڅ نوم نه لري، هیڅ ډامبر سړک او درملتون نه لري، د اوبو او بریښنا سیستم هم نه لري. له خټو څخه په جوړو دغو کورونو کې بې له غربت او محرومیت څخه بل هیڅ څه نه لیدل کیږي. د دې کلي اکثره اوسیدونکي د پاکستان د قبائلي سیمو پښتانه دي چې د کار او مزدورۍ له پاره هلته تللي دي.
دا په سنټارس کلمپلکس کې د یوې عادي ورځې تر پیلیدو لږ دمخه حالت دی. د مشتریانو راتگ پيلیدونکی دی. داسې ښکاري چې دا د پاکستان نه، بلکې د کوم اروپایې هیواد د خريدارۍ یا تجارتي مرکز دی.
د آئې الیون سکټر په دغو خټينو کورونو کې اوسیدونکي هم تمه لري چې د ژوند لومړنیو اسانتیاو ته لاسرسې پيدا کړي. خو دا کار ځکه نه شي کیدای چې له اړونده دولتي ادارو سره دغه کلی په قانوني توگه ثبت او راجستر نه دی.
سنټارس کمپلکس د سوونو کسانو له پاره د کار زمینه برابره کړې ده. په زرونو پيرودونکي او مستحلکین په دغه تجارتي مرکز کې خریداري کوي. څوک چې پيسې لري د هغوی له پاره هیڅ شې هم گران نه وي او څوک چې پيسې نه لري هغوی دغو ودانیو ته حتی گوري هم نه.
مشران یا سپين ږیري چې نور نو د کار کولو وړتیا نه لري، ځوانان چې بې روزگاره دي او ماشومان چې زده کړي ورته یوازې یو خیال دی ټول په دې کلي کې کښته پورته گرځي او ځان یې په یو شي نه یو شي مصروف کړی دی.
د سنټارس په تجارتي مرکز کې په یو پوړ کی شخصي ښوونځی، کالج او نوري تعلیمي ادارې موجودې دي. په دغو شخصي تعلیمي ادارو کې د ځینو زده کونکو کلنې فیس نږدې ۴۰۰ زره کلدارو ته رسیږي.
د دې کلي ماشومان ښوونځي ته نه ځي. هلکان په لوبو او ساتیرۍ خپل وخت تیروي او نجونې د کور په کارونو کې له خپلو مېندو سره مرسته کوي.
د میترو په نامه د آلماني شرکت د عمده فروشۍ مارکیټ یوه څانگه په اسلام آباد کې هم موجوده ده. د دغه مارکیټ (مترو) او له خټینو کورونو څخه د جوړ شوي کلي تر منځ یوازي څو دقیقې پياده مزل دی، خو داسې معلومیږي چې د یاد مارکیټ مشتریان او د دې کلي اوسیدونکي د دوو بیلابیلو نړیو اوسیدونکي وي.
دغي نجلۍ خپله کوچنۍ خور په غیږ کې نیولې ده. د زده کړې، روغتیا او له هر ډول ټولنیز ملاتړ څخه د بې برخې نسل د ماشومانو دا حال دی، نو د راتلونکو نسلونو وضعیت به څرنگه وي؟