انځورونه: د سارک د کلتوري پلازمینې بامیان، ښکلا
په پام کې ده چې د افغانستان بامیان ولایت په راتلونکو څو ورځو کې په رسمي توگه د جنوبي آسیا د هیوادونو ټولنې (سارک) د کلتوري پلازمینې په توگه معرفي شي. د دغه ولایت طبیعي ښکلا د نسیم سیامک، په انځورونو کې ننداره کولای شئ.
بند امیر، چې د افغانستان لومړنی ملي پارک دی، مشهوره او زړه راښکونکي منظرې لري. دغه طبیعي بند د جگړې څخه مخکې د نړۍ د سیلانیانو ټاټوبی وو.
بند امیر د خپل ډیر ښایست سره سره، د خراب امنیتي وضیعت له کبله چې د کابل-بامیان، پر لاره پروت دی، ډیر لیدونکي نه لري. د امنیت د ټینگښت او د مواصلاتي لارو د جوړیدو په صورت کې دغه ځای ډیر سیلانیان راجذبولی شي.
د بامیان په غلامان بند کې، یو کوچنی ټاپو.
په کوچنیو کښتیو کې د بند امیر سیلانیان د بند له دننه څخه د سیمې شا او خوا ننداره کوي.
د بامیان زیاتره اوسیدونکي، د افغانستان د نورو سیمو په څیر په کرنې بوخت دي. کروندې د دغه ولایت مرکز ته ځانگړې ښکلا وربخښي.
په بامیان کې د بودا مجسمې له نړیوال شهرت څخه برخمنې دي. د بودا دواړه مجسمې په ۲۰۰۱م کال کې د طالبانو له لوري والوزول شوې. د دغو مجسمو په بیرته رغولو کې کوم پرمختگ نه لیدل کیږي.
دغې تپې چې اصولا باید تاریخي ځایونه وای، خو اوس هم خلک په دغو غارونو کې ژوند کوي. د بامیان زیاتره اوسیدونکي بې وزله دي چې په سمڅو کې ژوند کول د هغې گواهي ورکوي.
د بامیان د تاریخي تپو یو بل انځور
د بامیان د طبیعت یوه منظره
د بامیان د زرغون طبیعت او د استوگنو د تپو یوه بله منظره
د بامیان د تاریخي سمڅو د ستنو له نزدې څخه منظره