انځورونه: د روهینګیا مسلمانې لږکۍ بنگلدیش ته تښتي
په لسهاو زره د روهینګیا مسلمان لږکۍ غړي تر مذهبي تاوتریخوالي وروسته له میانمار څخه بنگلدیش ته رسیدلي دي. په لسهاو زره بودیان هم نورو سیمو ته انتقال شوي دي.
د بنلګه دیش چارواکو اعلان کړی دی چې د دې هیواد کمپونه له روهینګیايي مسلمانانو ډک دي او د نورو کډوالو د منلو ظرفیت نه لري.
روهنګیايي مسلمانان په میانمار کې یو اقلیت دی. د دې هیواد اکثریت نفوس بودایان تشکیلوي.
په میانمار کې د روهنګیایانو او بودایانو ترمنځ مذهبي تاوتریخوالي د څو کلونو راهیسې ادامه لري او په دې ترڅ کې تر ټولو ډیر بیا میرمنې او ماشومان اغیزمن شوي دي.
په بنګلدیش کې د خیریه سازمانونو چارواکي وايي چې هره ورځ د میانمار له غرب څخه زرګونه روهنګیایان د تاوتریخوالي له ویرې بنګلدیش ته تښتي.
د میانمار پوځ له بنګلدیش سره خپله ګډه پوله هم په تر کنټرول لاندې نیسي او په زیاتره مواردو کې بنګلدیش ته د روهنګیایانو د تګ مخنیوي هم کوي.
د مهاجرینو له پاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ ویاند ویویان تان وايي چې د ۲۰۱۷م کال د اګست له میاشتې راهیسې هغه مهال چې دغه تاوتریخوالی پیل شوی تر اوسه پورې شاوخوا ۷۳ زره کسان له میانمار څخه بنګلدیش ته تښتیدلي دي.
د همدې کمیشنرۍ یو بل چارواکی بیا وايي چې په دې وروستیو کې ۵۰ روهنګیايي مهاجرین په داسې حال کې چې په بدن یې د مرمیو ټپونه وو، بنګلدیش ته رسیدلي او د درملنې له پاره روغتون ته انتقال شوي دي.
روهنګیايي مهاجرین په لومړي سر کې د ماهیګران شاه پوریر په نامه په بنګلدیش کې یوه کلي ته رسیږي. د دویپ په نامه یو مهاجر وايي: «پوځ خلک سرکوب کوي. بمونو ته چاودنې ورکول کیږي او روهنګیايي مسلمانان ژوندي اور ته اچول کیږي.»
د میانمار پوځ ویلي چې نږدې ۴۰۰ کسان چې زیاتره یې یاغیان دي، په دې وروستیو کې یې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي دي.
د میانمار په راخین ولایت کې روهنګیايي یاغیان او د دې هیواد د امنیتي ځواکونو چارواکي پر یو بل باندې د تاوتریخوالي د ترسره کولو تورونه پورې کوي.
بنګلدیشیان هم د روهنګیايي مهاجرینو له راتګه خوښ نه دي. په دې انځور کې د بودايانو یو لاریون لیدل کیږي چې د روهنګیايي مسلمانانو پر ضد یې ترسره کړی دی.
په میانمار کې د روهنګیايي مسلمانانو وضعیت د دې سبب ګرځیدلی چې په سیمه کې مسلمان میشته هیوادونو اتباع د روهنګیايي مسلمانانو په ملاتړ لاریون وکړي. په دې انځور کې د مالیزیا د بیلابیلو ادیانو ځوانان لیدل کیږي چې د روهنګیایانو په ملاتړ یې په لاریون لاس پورې کړی دی.
په دې وروستیو کې ملګرو ملتونو د انګ سان سوچي په مشرۍ چې د سولې نوبل جایزه هم ګتلې د میانمار پر حکومت له روهنګیايي مسلمانانو سره د چلن له امله سختې نیوکې وکړې. ملګرو ملتونو د دې هیواد پوځ د روهنګیايي مسلمانانو په عامه وژنې، جنسي تیري، تاوتریخوالي او د بشریت پر وړاندې د جنایت په ترسره کولو تورن کړل.