انځورونه: د رایو شمیرنه پیل سوه
په افغانستان کې د رايي اچونو د بهیر له پای ته رسیدو سره د رایو شمیرنه پیل شوه. د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر ویلي چې د رای اچوني د شرایطو د پوره کوونکو له ۱۲ میلیونو افغانانو څخه ۷ ميليونه خپلي رایې کارولي دي.
تر هغه وروسته چې د رایې ورکوونکو د شمیر د ډیروالې له کبله په ټول افغانستان کې د رای اچولو وخت د یوه ساعت له پاره وغځید په دې هیواد کې د رای اچونې بهیر پای ته ورسید او د رایو د شمیرلو بهیر پیل شو.
د ټانکو خپلواک کمیسیون ویلي دي چې د شنبې ورځې په ټاکنو کې شاوخوا اووه میلیونه افغانانو گډون کړی وو.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په حواله د رای اچونې د بهیر تر پای ته رسیدو وروسته، د کورنیو او بهرنیو څارونکو په حضور کې د رای شمیرنې بهیر پیلیږي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي دي چې د رای شمیرني بهیر به د اپریل تر۲۰مې نیټې پورې دوام وکړي. پلان شوې ده چې دغه کمېسیون به د اپریل پر ۲۴مه نېټه د ټاکنو لومړنۍ پایلي اعلان کړي.
دغه پایلې به د شکایتونو په صورت کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له خوا وڅېړل شي. تر دې وروسته به د ټاکنو خپلواک کمېسیون د می میاشتي پر۱۴ نیټه د ټاکنو وروستۍ پایلي اعلان کړي.
له دې کبله چې په افغانستان کې د رایې شمیرنې بهیر ډیر وخت نیسې تر ټاکنو وروسته د درغلیو د رامنځ ته کید په اړه اندیښنې موجودې وي. د افغانستان په تیرو ولسمشریز ټاکنو کې د پراخو درغلیو تورونه لگول شوي ول.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د افغانستان د ۳۴ ولایتونو مرکزونو او ۳۶۴ ولسوالیو ته ټاکنیز مواد لیږدولي دي. دې کمیسیون ویلي دي چې په ځینو سیمو کې د سړکونو د خرابوالي له کبله د ۳۲۰۰ خرونو په مرسته دغه مواد ټاکل شویو ځایونو ته انتقال شوي دي.
که هیڅ نوماند د پنځوس سلنه جمع یوې رای په گټلو و نه توانیږي، ټاکني به دوهم پړاو ته وغځیږي. په دې ترتیب سره به د می میاشتي پر ۲۸ نیټه د ټاکنو دوهم پړاو ترسره شي.