انځورونه: د دولت پر ضد مظاهرې، له امنتي ځواکونو سره همدردي
په کابل، هرات او غور کې یو شمیر کسانو د افغان دولت پر ضد د طالبانو پر وړاندې د هغه د سیاست له کبله مظاهرې وکړې. مظاهره کوونکو له افغان امنیتي ځواکونو سره خپل ملاتړ هم اعلان کړ. دغو کسانو امنیتي ځواکونو ته گلان ورکړل.
د کونړ ولایت په غازي آباد کې د ۲۱ سرتیرو تر وژل کیدو وروسته په کابل، غور او هرات ولایتونو کې یو شمیر کسانو مظاهرې وکړې او له دولت څخه یې وغوښتل چې د طالبانو پر وړاندې په قاطعیت سره غبرگون وښيي.
د کابل د مظاهرې ډیر شمیر گډون کوونکي ځوانان ول.
مظاهره کوونکو د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ له ځان سره یو شمیر شعارونه هم لرل.
دغو مظاهره کوونکو د طالبانو پر ضد یو شمیر شعارونه هم له ځان سره لرل.
یو شمیر ځوانانو په غازي آباد کې د وژل شویو سرتیرو په یاد نیالگي وکړل.
دغه مظاهرې د فیسبوک ټولنیزې انترنتي پانې له لارې رابللې شوې وې.
مظاهره کوونکو په یوه پریکړه لیک کې له افغان حکومت څخه وغوښتل چې د طالبانو پر وړاندې په قاطعیت سره اقدام وکړي.
هغوي همداراز له امنیتي ځواکونو څخه وغوښتل چې د غازي آباد د برید عاملینو ته جزا ورکړي.
په غور ولایت په مرکز چغچران کې هم یو شمیر کسان سره راټول شوي ول او د غازي آباد د قربانیانو په یاد یې سکوت وکړ.
په هرات ولایت کې هم یو شمیر کسانو لاریون وکړ. هغوی د امنیتي ځواکونو اډې ته ولاړل او له هغوی سره یې خپل ملاتړ اعلان کړ.
لاریون کوونکو امنیتي ځواکونو ته گلان ورکړل.
اعتراض کوونکو وویل چې ولسمشر کرزي په هغه شان چې باید وشي د امنیتي ځواکونو ستاینه نه کوي او د هغوی په خبره طالبان له زندانونو آزادوي.
دغه کسان په دې باور دي چې د امنیتي ځواکونو ستاینه کولای شي چې له دښمنانو سره په جگړه کې هغوی ته روحیته وکړي.