انځورونه: د تهران پر سړکونو د معتادانو شپه تير
د ايراني چارواکو په خبره ورځ تر بلي په ايران کي د هغو معتادانو چي پر سړکونو شپې کوي، ډېريږي. په دغو معتادانو کي حتي ۱۵ کلني او ۱۷ کلني نجوني هم سته. د تهران شپې او د په نشو اخته کسانو ژوند په دې انځوريز راپور کي ووينئ.
دغه څو ويشت کلنه ايرانۍ چي قاطمه نومیږي د تهران پر سړکونو شپې تيروي. د ايران د «تسنيم» خبري آژانس د راپور له مخي دغه ښځه له دوو کلونو راهيسي په کوڅو کي بيديږي.
د معتادانو دغه کوچنی پر سړک زېږېدلی دئ. دغه کوچنی پر سړک يوه سپي هم داړلی دئ.
د تهران يوه څنډه چي په نشو اخته انسانان خپلي شپې پکښې تيروي.
د تهران د مولوی جادې په څنډه کي د شپې له خوا په نشو اخته کسان د نشه کولو پرمهال.
ويل کيږي، کله چي د شپې له خوا ساړه وي معتادان د بسونو له يوه تمځايه بل ته ځي څو سړه شپه په دغه شان ورباندي تيره سي.
دلته معتادان په دغه شان شپه سبا کوي.
له مخدرو موادو سره د مبارزې ايراني چارواکو ويلي دي چي په دغه هيواد کي کال په کال د په نشو اخته کسان زياتيږي. په دې کي کيداسي افغان کډوال هم وي.
ويل کيږي چي په ايران کي د ځوانو معتادنو شمېر ورځ تر بلي ډېریږي.
د ايران د مخدرو موادو سره د مبارزې چارواکي وايي چي په دغه هيواد کي د نشه يي موادو راکړه ورکړه له کاله په لسونو ميلياردو ډالرو ته رسيږي.
د تهران په منځ کي د چمران لويي لاري څنډه.
د تهران په فرحزاد سیمه کي د نشه يي موادو يو پلورونکی.
د چمران لويي لاري په څنډه کي معتادان.
د تهران ښاروالی د معلوماتو له مخي په دغه ښار کي د بې کوره کسانو له ۱۵ تر ۲۰ سلني پوري ښځي دي.
په تهران کي په نشو اخته يوه ښځه او يو نارينه.
د تهران په يوه څنډه کي د معتادانو د شپې تېر ځای