انځورونه: د بالقان پر مسير څه تېريږي؟
د بالقان د لارې يو کال مخکې په لکونو انسانان اروپا ته راغلل. اوس دغه لاره تړلې ده او کډوال هلته بند پاته دي. دا چې د دغو انسانانو وضعيت په څه ډول دی، د انځورونو په دغه ګالرۍ کې يې ليدلی شئ.
په تېښته کې زېږېدلی ماشوم
احمد او وينوس کيسه کوي: «موږ له شپږو مياشتو راهيسې په يونان کې يو. زموږ ماشوم په ترکيه کې پيدا شو.» دوی دواړه د سوريې له لاذقيه څخه راغلي دي. د روسي بمباريو له کبله يې تېښتې ته زړه ښه کړ.
د لسو کلونو راهيسې د کډوالۍ حالت
عبدالامير ۴۹ کلن دی. دغه عراقي تېر لس کاله په تېښته تېر کړي دي. د ۲۰۱۶ کال په فبرورۍ کې دی يونان ته راغی: «د يونان ساحل ته نژدې د ترکيې د ساحلي پوليسو بېړۍ راغله چې لويې څپې يې رامنځ ته کړې. موږ ډېر زيات وډار شو.»
د نورو په څېر «آلمان ته» مخه کوم
«زه پرون د ترکيې د لارې بلغاريې ته راورسېدم. زه بايد د نورو په څېر «آلمان ته» ولاړ شم. دغه خبره ۱۸ کلن فرمان له پاکستان څخه کوي. «آلمان ډېر ښايسته دی، هلته به زه آشپز جوړ شم. زه ډېر ښه پخلی کولای شم.»
«مېرکل موږ ته بلنه راکړې ده»
دغه ځوان افغان پوښتنه کوي: «مېرکل اوس څه کړي دي؟» نوموړی له يوې اوونۍ راهيسې د صربستان او هنګري د ګډې پولې په ترانزيتي ساحه کې بند پاته دی. «مېرکل موږ ټولو ته بلنه راکړې ده. خو اوس يې سرحدونه تړلي دي. ولې داسې ده؟»
«په هره بيه چې وي، خو آلمان ته ځم»
۲۸ کلن وسيم له پاکستان څخه وايي چې په دريم ځل دی له صربستان څخه بلغاريې ته ولېږل شو. خو «زه به بيا هڅه وکړم. په هره بيه چې وي، خو زه آلمان ته ځم.»
له چينه راغلي کډوال
د بلغاريې په «پاستروګور» کمپ کې ډېري خلک له افغانستان او پاکستان څخه دي. يوازې دوې کورنۍ له چين څخه دي. هغوی منګوليان دي او وايي چې له دې کبله په خپل هېواد کې تل ځورول کيږي.
جرمني ته د ټکسي چلولو له پاره
له پاکستان څخه آلمان ته د تګ له پاره علي (کيڼ لاس) ۶۰۰۰ امريکايي ډالر ورکړي دي. دی اوس دې ته انتظار وباسي چې قاچاقبر ورته زنګ ووهي. علي وايي: «زه بايد جرمني ته ځان ورسوم، څو د خپلې کورنۍ مالي ملاتړ وکړم. زه به هلته ټکسي وچلوم.»
د مسلمانانو په منځ کې يو عيسوي
دغه ۲۲ کلن ډاکټر له ايران څخه وايي: «زه عيسوي يم او په دغه کمپ کې مېشت مسلمانان مې تل پغذابوي. زه شايد په بلغاريا کې پاته شم. زه بايد له هغو خلکو څخه وتښتم چې د بل دين لرلو په خاطر مې تل ځوروي.»
«خپل وطن ته مې ولېږئ»
دغه پاکستانی زاري کوي چې «خپل وطن، يعنې پاکستان ته مې بېرته ولېږئ.» د ده زوی سخت نارغه شوی دی. «اروپا ته راتګ لويه اشتباه وه.» د ده په څېر نور خلک هم غواړي چې خپل هېواد ته ستانه شي. يو ډله ځوانان غواړي چې بېرته افغانستان ته ولاړ شي.
د پوليسو له خوا وهل خوړل
دغه پاکستانی د يو څو ورځو راهيسې د صربستان په «سوبوتيکا» کمپ کې اوسيږي. د هنګري د پولو په اوږدو يې د پوليسو له خوا وهل خوړلي دي. «ولې يې دا کار کړی دی؟ په دې مې سر نه خلاصيږي.»
د ايټاليا د لارې
۲۳ کلن عمر له پاکستان څخه د يولسو مياشتو راهيسې کډوال دی. دی غواړي چې د صربستان د لارې ځان ايټاليې ته ورسوي. دی هيله لري چې پناه به يې قبوله شي څو بيا کوم بل هېواد ته مخه وکړي.
د بيا ستنېدو په تمه
دغه سړی له سوريې څخه غواړي چې په هنګري کې پناه ورکړي. «کله چې په سوريه کې جګړه پای ته ورسيږي، به زه بېرته ستون شم. سوريه زما خپل ټاټوبی دی. زړه مې ورسره تړلی دی.»