انځورونه: د افغان حکومت پر وړاندې د اعتراضونو دویمه ورځ
د افغان حکومت پر ضد د یاغیانو پر وړاندې د هغه د سیاست له کبله اعتزاضونه دویمې ورځې ته هم وغځیدل. یوازې د کابل په ښار کې څلور اعتراضي غونډې جوړې شوې. له بلې خوا د غور ولایتي شورا هم خپل کار د اعتراض په توگه درولی دی.
په کابل کې د یو شمیر مدني فعالانو اعتراض.
په کونړ ولایت کې د ملي اردو د ۲۱ سرتیرو تر وژل کیدو وروسته دا په کابل کې پر دولت باندې د اعتراضونو د لړۍ دوام دی.
د سه شنبې په ورځ هم په هرات او غور ولایتونو کې یو شمیر کسانو پر دولت باندې نیوکې وکړې.
د غور ولایتي شورا د یاغیانو پر ضد د دولت د غبرگون پر وړاندې د اعتراض په توگه خپل کار درولی دی.
د غور ولایت چارواکو ویلي دي، تر هغه وخته پورې چې حکومت د یاغیانو پر وړاندې په قاطعیت اقدام و نه کړي، هغوی به کومه کاري غونډه و نه نیسي.
د افغانستان په پلازمینه کابل کې یو شمیر ځوانانو د پاکستان د سفارت پر وړاندې مظاهره وکړه.
دغو ځوانانو د پاکستان د سفارت پر وړاندې له دې هیواد څخه غوښتنه وکړه چې د یاغیانو له ملاتړ څخه لاس واخلي.
اعتراض کوونکو همداراز له ولسمشر کرزي څخه وغوښتل چې د طالبانو له ملاتړ څخه لاس واخلي.
هغوی پر ولسمشر کرزي باندې غږ وکړ چې د طالبانو د ملاتړ پر ځای له امنیتي ځواکونو سره ملاتړ وکړي.
اعتراض کوونکو له افغان امنیتي ځواکونو سره خپل کلک ملاتړ اعلان کړ.
د سه شنبې په شپه یو شمیر کسانو د افغانستان د دفاع وزارت پر وړاندې د ۲۱ وژل شویو سرتیرو په یاد شمعې بلې کړې.
په بامیان کې بیا خلکو د وژل شویو سرتیرو له پاره د فاتحې عمومې مراسم ونیول او د یاغیانو پر ضد یې شعارونه ورکړل.
ویل کیږي چې د پنجشنبې په ورځ به په مزارشریف کې هم د وژل شویو سرتیرو په یاد غونډې جوړې شي.