انځورونه: د افغانستان په ملي لوبډلې کې څوک لوبیږي؟
د ۲۰۱۵م کال د فبرورۍ په ۱۴مه نیټه د کرکیټ د نړیوال جام سیالۍ په آسترالیا او نیوزیلند کې پيلیږي. دا د افغانستان په تاریخ کې لومړی وار دی چې د دې هیواد د کرکیټ ملي لوبډله هم په کې برخه اخلي. افغان لوبغاړي څوک دي؟
کپتان: محمد نبي عیسی خیل
محمد نبي عیسی خیل د افغانستان د لوبډلی اوسنی کپتان دی چې د ده په مشرۍ کې د افغانستان لوبډله د لومړي ځل له پاره د یو ورځنیو سیالیو په نړیوال جام کې برخه اخلي. نبي آل رونډر دی یعنې هم بالر یا توپ اچونکی او هم بېټسمېن یا توپ وهونکی دی. هغه په ۲۰۰۹م کال کې خپله لومړۍ ملي لوبه د سکاټلند پر خلاف لوبې سره پېل کړه. دی د نړۍ په مشهور کرکیټ کلب اېم سي سي، کې هم لوبیدلی دی.
مرستیال کپتان: نوروز منگل
نوروز منگل د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلې پخوانی کپتان دی، چې د ده د کپتانې پر مهال د افغانستان د کرکیټ لوبډلې د آسیا د دویمې درجې د شل اووریزو سیاليو اتلولې وگټله او همداشان په نیو جرسي، کېنیا او یو شمیر نورو هیوادونو کې یې لوبې وگټلې. دی د خوست ولایت اوسیدونکی او هم آل رونډر دی. د ۲۰۱۵م کال د کرکیټ د نړیوال جام په سیالیو کې هغه د محمد نبي مرستیال کپتان دی.
حمید حسن
حمید حسن د افغانستان د کرکیټ د ملي لوبډلې تیز بالر یا توپ اچوونکی دی. په۲۰۱۰م کال د کرکیټ نړیوالې شوری د لویو وچو سیالیو له پاره حمید حسن ته د غوره لوبغاړي لقب ورکړی وو. د افغانستان کرکیټ بورډ حمید حسن د ۲۰۱۱م کال کې د ۲۰ اووریز او یو ورځنیو لوبو له پاره کپتان هم ټاکلی وو. حمید حسن یو کال د انگلستان د کرکیټ په کلبونو کې هم لوبیدلی دی.
محمد اصغر ستانکزی
محمد اصغر ستانکزی د باور وړ توپ وهونکی گڼل کیږي. په وروستیو وختونو کې د توپ وهنې په برخه کې ډیر ښه ځلیدلی دی. دی ښي لاسی منډه جوړونکی دی. تر ټولو زیاتې منډې یې ۱۰۲ دي، چې په مالیزیا کې یې په یوه لوبه کې جوړې کړې وې.
سمیع الله شینواری
سمیع الله شینواری په ننگرهار ولایت کې زیږیدلی دی، ۲۷ کلن او ښی لاسی منډه جوړونکی دی. د کرکیټ نړیوالې شوری سمیع الله شینواري او کپتان محمد نبي په ۲۰۱۴م کال کې د دغې شوری د نیمه غړو هیوادونو په ډله کې د «کال غوره لوبغاړي» سیالۍ ته نومولي وو.
افسر خان ځاځی
افسر خان ځاځی بیا د محمد شهزاد وروسته د افغانستان ځوان وېکټ کیپر یا ویکټ ساتونکی دی چې د ژوندانه پر ۲۱ پسرلي یې قدم ایښی دی. دی د وېکټ ساتونکي تر څنگ بېټمسمېن هم دی. تر اوسه یې په اتو یو ورځنیو او یوې شل اووریزي لوبه کې گډون کړی دی. تر ټولو زیاتې منډې یې ۶۰ دي.
نجیب الله ځدراڼ
نجیب الله ځدراڼ د افغانستان د ۱۹ کلونو له لوبډلې څخه ملي لوبډلې ته لار ومونده. دی کيڼ لاسی بېټسمېن دی. په تیرو لوبو کې ډیر ښه ځلیدلې دی. همدا د جنورۍ په میاشت کې په متحده عربي اماراتو کې یې د ایرلنډ په خلاف وروستۍ لوبه کې د شپږو شپږیزو او اووه څلوریزو پر مټ په ۵۰ توپونو ۸۳ منډې جوړې کړې.
ناصر جمال
ناصر جمال ښي لاسی بېټسمېن دی او په ملي لوبډله کې تر شاملیدو مخکې د ۱۹ کلنو د لوبډلې له پیاوړو توپ وهوونکو څخه شمیرل کیده. د افغانستان تر ۱۹ کلنو ټیټ عمر لرونکې لوبډلې دوه وارې نړیوال جام ته لار موندلې ده. څو مودې وړاندې په متحده عربي اماراتو کې د سکاټلند په خلاف یوه لوبه کې ناصر جمال او افسر ځاځي په گډه ۱۰۴ منډې جوړې کړې. ناصر جمال په همدې لوبه کې ۵۲ منډې جوړې کړې او تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.
میرویس اشرف
میرویس اشرف هم آل رونډر دی. خو د توپ وهنې په پرتله په توپ اچونه کې بریالی گڼل کیږي. هغه په شا او خوا ۲۸ یو ورځنیو او همداشان ۱۷ شل اووریزو سیالیو کې برخه اخیستې ده.
گلبدین نایب
گلبدین نایب د افغانستان تکړه توپ وهونکی او بالر دی. هغه د ۱۹ کلنو په لوبډله کې ډیر ښه وځلید او د کرکیټ بورډ چارواکي یې پر دې قانع کړل چې په ملي لوبډله کې شامل شي. په ۲۰۱۴م کال کې د آسیا د کرکیټ شوری د «پریمیر لیگ» سیالیو جام چې افغانستان وگټه، گلبدین نایب په کې ښه ځلیدلی وو. د ۲۰۱۵م کال نړیوال جام په سیالیو کې د یو شمیر نورو لوبغاړو سربیره پر ده باندې هم حساب کیږي.
شا پور ځدراڼ
شا پور ځدراڼ د افغانستان له ملي لوبډلې سره له ډیر وخت راهیسې لوبیږي. د هغه قد لوړ او تیز بالر دی. چې د بنگله دیش په غوره لیگ سیالیو کې لوبیده نو د ډیرو خلکو پام یې ځان ته راواړوه. شاپور ځدراڼ، محمد نبي عیسی خیل، حمید حسن او سمیع الله شینواری هغه لوبغاړي دي چې د افغانستان د کرکیټ د ملي لوبډلې د باندې د بنگله دیش په غوره لیگ سیالیو کې لوبیدلي دي.
دولت ځدراڼ
د دولت ځدراڼ له نوم سره د کرکیټ زیاتره مینه وال آشنا دی. دی تیز بالر دی او په ۲۰۱۲م کال کې د کرکیټ د نړیوالې شوری له خوا د دویمې درجې هیوادونو په لسوغوره لوبغاړو کې د کال غوره کرکیټ لوبغاړې جایزې ته نومول شوی وو. په ۲۰۱۴م کال کې د آسیا د کرکیټ شوری د «پریمیر لیگ» سیالیو د جام په پای لوبه کې د افغانستان په بریا کې د ده ستر لاس وو.
آفتاب عالم
آفتاب عالم بیا د افغانستان په ۱۵ کلنو، ۱۷ او ۱۹ کلنو لوبډلو کې تر لوبیدو وروسته ملي لوبډلې راغلی دی. ښی لاس تیز بالر دی او په بېلابیلو ملي لوبډلو کې یې ښې بریاوې لري دي.
محمد جاوید احمدي
محمد جاوید احمدي د ۱۹ کلنو لوبغاړو په لوبډله کې لوبیدلی دی او په نړیوالو سیالیو کې یې برخه لرلې. دی هم ښي لاس تیز بالر دی. ملي لوبډلې ته تر راتلو وروسته یې په یو ورځنیو او شل اووریزو لوبو کې گډون کړی دی. جاوید احمدي د بنگله دیش د شیخ جمال دانموندي نوم د کلب له پاره هم لوبیدلی دی.
عثمان غني
عثمان غني تکړه منډی جوړونکی دی. دی په ۲۰۱۴م کال کې د کرکیټ د دویمې درجې د ټیمونو د لوبغاړو ترمنځ د کال د غوره لوبغاړي سیالۍ ته نومول شوی وو. دې په بېټنگ کې ډیر ښه ځلیدلی دی. په ۲۰۱۴م کال کې د نیوزیلانډ د یوې ځایي لوبډلې اکلنډ پر وړاندې په یوه لوبه کې عثمان غني ۱۰۷ منډې جوړې کړې وې.
ریزرف یا احتیاطي لوبغاړي
پر دې سربیره نور څلور لوبغاړي شفیق الله شفق د توپ وهونکي او ویکټ ساتونکي، شرف الدین اشرف د سپېن بالر، عزت الله دولت زی د تیز بالر او حشمت الله شاهدي د بېټمسېن په توگه د احتیاطي لوبغاړو په توگه د ۲۰۱۵م کال د نړیوال جام له پاره د افغانستان په لوبډله کې شامل دي.